شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان پست په لومړي ځل د برېښنایي خدمتونو انلاین سیستم پرانیست

افغان پست په لومړي ځل د برېښنایي خدمتونو انلاین سیستم پرانیست

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۶)  د افغان پست ادارې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې په انلاین بڼه د بېلابېلو اسنادو په برخه کې د خدمتونو وړاندې کولو سیستم پرانیست.

د افغان پست اداره وایي، دغه سیستم د جوړ شوي اپلیکیشن له لارې اکاډمیک اسناد، تذکرې، وثیقې او د نورو اسنادو خدمتونه انلاین بڼې ته اړوي او د چارواکو په وینا اداري بیروکراسي رالنډوي.

د دې ادارې مشر وحید ویس نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال د دغه سیستم په واسطه یوازې د بهرنیو چارو وزات د اړوندد اسنادو چارې پر مخ ځي او په راتلونکي کې به نورو ادارو ته وغځول شي.

هغه زیاته کړه چې خلک کولی شي د وثیقو، اکاډمیکو سندونو او برېښنایي تذکرو د اخیستلو لپاره یاد سیستم وکاروي.

د افغان پست مشر دغه راز وايي، دې ادارې تر دې مه ۱۵۰ ډوله عامه خدمتونه په ډاګه کړي او په یاد سیستم کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د افغان پسټ نوي برېښنايي د سیسټم کارولو لپاره ځانګړې اپلیکیشن جوړ شوی چې په ځیرکو ټیلیفونونو، تبلیټ او کمپیوټرونو کې کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم نوی هجري لمریز کال د هېواد د سیسټمونو ډیجیټل کولو کال بللی وو.

ارګ ویلي چې د جینیوا له ناستې وروسته یې د افغانستان لپاره ډیجیټل کول په لومړیتوبونو کې شامل کړي او ولسمشر اړوندو ادارو ته د د دې کار لپاره د میکانیزمونو د جوړولو حکم کړی دی.

1 COMMENT

  1. افغان پوست مسولانو ته
    تکت هم دهیواد به کچه ملی وثیقه ده.
    پرون مې د بی بی سی به فارسی ویب پانه کې د انلاین پوستی نوی تکت ولید چې یوازی په دری او انګریزی ژبو کې راڅرګندیږی مانا داچې ډیجیتال تکنالوژی پښتو ژبه نه پیژنی :سریع ، مصون او یو بل نوم هم وه اوس مې له یاده وتلی ددې مثال دباغ علی مردان هغې ډم خانې ته ورته دی چې په دروازه یی کوږ ووږ باربرلیکلی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب