دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو په پکتیا کې ملکي څارنوال وژلی

طالبانو په پکتیا کې ملکي څارنوال وژلی

تاند ( یکشنبه، د حمل ۸ مه ) طالبانو تېر ماښام په ګردیز ښار کې یو څارنوال هغه مهال په ډزو وژلی، چې له دندې د کور پ لور روان و.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند محمد لعل امیري ویلي: “د پکتیا د استناف څارنوالي دغه ملکي څارنوال نن ماښام هغه مهال ددې ولایت د مرکز اړوند د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغی، چې له دندې وروسته کور ته پر لاره و.”

د امیري په خبره، بریدګر په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پکتیا کې د استناف څارنوالي یاد څارانوال وروسته له هغې وژل کیږي، چې دوه اوونۍ وړاندې ددې ولایت د مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ یو بل څارنوال هم په خپل کور کې د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی و.

له برید وروسته په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د امنیتي مسؤولینو پر ناغیړۍ او د طالبانو پر دغه ډول جګړه توندې نیوکي کړي دي.

د مالوماتو له مخې په تېرو دوو اوونیو کې په هدفي وژنو او وسله والو بریدونو کې دوه څارنوالان، د ولایتي شورا یو غړی، د ولسي جرګې د پخوانیو ټاکنو نوماند او یو شمېر نور دولتي او نا دولتي کسان وژل شوي او ځینې یې ټپیان شوي دي.

بل لور ته بیا طالبانو نن په پروان ولایت کې یو ځوان د ملي بیرغ د ګرځولو په تړاو وژلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب