دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېسیاسی عقلانیت| محمد اکبر پیمان 

سیاسی عقلانیت| محمد اکبر پیمان 

موږ د یوې داسې ټولنې اوسیدونکي یو چې د ژوند ډیرې پریکړې مو د عقل پر ځای په احساساتو ولاړې دي. تکبر، ضدیت، ریشخند وهل، ځان تر نورو لوړ ګڼل، له نورو کرکه کول پر عقل ولاړ خویونه او کړني نه دي. همدا خویونه او کړڼی موږ د ګناهونو او جرمونو  په لور هڅوي او د دې لپاره چې ځان تر نورو کم راته ښکاره نه سي هر ډول معاملې ته تن ورکوو چې دا کړنې بیا  ادارې او حتی اخلاقی فساد ته لاره هواروي.  او کله کله خو همدا خویونه او کړنی موږ لویو جرمونو ته هڅوی چې اوسنۍ غلاوې او قتلونه یې ښکاره بیلګې دي. که یو ورور په دولت کې ښه مقام تر لاسه کړ بل یې د همدې سکه ورور پر ضد له طالب او نورو ډلو سره یو ځای کېږي او په هره طریقه چې وي د خپل ورور د پرمختګ مخه نیسي. 

چې عقل یې کم ورکړ- تل یې غم ورکړ 

له مذهبی متونو څخه افراطی تعبیر هم دې نا معقولو کړنو ته یو ډول توجیه ورکوي او حتی ځینی مذهبی خلک د دې ډولو  کړنو مسوولیت هم پر خدای تاوانوي او وایی چې که خدای ونه غواړي زه حرکت نه شم کولای او ځانته د یوه روباټ په سترګه ګوري. دا نادودې یوازې زموږ په عامو خلکو کې نه دي رواج بلکې زموږ لوستي خلک اوحتی سیاستوال هم د عقل له نعمت څخه محروم دي. د دې څلویښت کلنې غمیزې بنسټ هم د همدې احساساتي او له عقلانیت څخه بې برخې سیاستوالو کړنې او افراطی نظریات وو چې په اور کې نن هم دا احساساتی ملت سوزي. داود خان د خلقیانو او پرچمیانو (چې ځینی خلک ورته کمونستان هم وایی) په ملګرتیا د یو احساساتی او خام سیاست په پایله کې له ظاهر شاه سره ډیر لوی خیانت وکړ او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یی شاهی نظام (د ولسواکۍ طلایی دوره) له منځه یووړه. زموږ د جمهوریت بنسټ ایښودنکي په سیاسیت کې دومره خام و چې همدې پخوانیو ملګرو یې (خلقیانو او پرچمیانو) د ده د مرګ لپاره ټانګونه را روان کړی وو او دی له ځانه نه وو خبر. کودتا ډیر لوی تیاری او زښته ډیر کار غواړي تر څو ځانته د حکومت په هره برخه کې پلویان پیدا کړي دا ټول کارونه د داود خان د حکومت په دوره کې تر سره شول او داودو خان هغه وخت خبر شو چې د ده د باچاهی قصر محاصره شوی و؛ خبره تر خبری تیره وه او  په پای کې د خپلی کورنی له ټولو غړو سره یو ځای ووژل شو. له داود خان وروسته  ددی خاوری یو بل نابغه د ثور د انقلاب په پایله کې قدرت ته ورسید. نورمحمد تره کي قدرت ته له رسیدو سره سم د خلکو په وژلو لاس پوری کړ او سلهاوو زره ککری یی تر خاورو لاندی کړی. د هغه وخت د شوروی اتحاد له ولسمشر بريژنیف سره نورمحمد تره کي د تلیفونی خبرو په جریان له هغه څخه غوښتی وو چې د تاجکستان او ازبکستان عسکر په افغانی جامو کې د ده د مخالفینو د وژلو له پاره را ولیږی تر څو څوک ونه پوهیږی چې دا د شوروی عسکر دی. برژنیف هم د تره کې ظلم، قساوت او بی عقلی ته حیران پاته شوی وو او د هغه غوښتنه یی په کلکه رد کړی وه. دا سړی د خلکو په وژلو او  پخپلو لیونیو کړنو ( چې دوی ورته اصلاحات ویل) کې داسی غرق او نشه چې خپل وفادار شاګرد یی کار ورخلاص کړ. د ده وفادار شاګرد ( حفیظ الله امین) چې په دوی کې تر ټولو هوښیار بلل کېده هم د فیل په غوږ کې ویده وو. کله چې شورویانو په ډوډوی کې زهر ورکړل او د هغه د مرګ پلان یی جوړ کړی وو ده په هغه حالت کې هم چیغی وهلی چې روسان خبر کړی چې را سره مرسته وکړی. دا یی تر ټولو هوښیار کس وو چې خپل دوست او دوښمن یی تر اخره ونه پیژندي. د دی صحنی یو عینی شاهد دولت وزیری د یک تلویزیون سره په یوه مرکه کي دی خبره ته اشاره کړیده او د هغه وخت د حکومتی مشرانو له نامعقولو کړنو یی پرده پورته کړیده. د ښاغلی وزیري په خبره امریکایانو په لوی لاس شورویان په افغانستان کې را ښکلیل کړل. امریکایانو د امین په وخت کي داسی اوازه خپره کړه چې ګواکې امریکا به د پاکستان په ملګرتیا په نورستان او ځینی نورو ولایاتونو د افغانانو یو جدا حکومت اعلان کړی او امریکا ، غرب او عرب به یی په رسمیت وپيژنی. دی افواحاتو روسان وار خطا کړل او په افغانستان یی یرغل وکړ، امین یی وواژه او کارمل یی په باچا کړ. امریکا  د وخت شوروی اتحاد په افغانستان کې ښکېل کړ او د ویتنام د ماتی غچ یی ورڅخه واخیست خو موږ تر اوسه هم فکر کوو چې موږ د نړی تر ټولو زړور او غیرتی ملت یو چې شوروی ته مو ماته ورکړیده. کارمل د شوروی د عسکر په مرسته دخلکو وژلو ته زور ورکړ او زښته ډیر انسانان یی ووژل. د هغه وخت د شوروی له ولسمشر ګرباچف سره په خبرو کې کارمل د نورو عسکر او وسلو غوښتنه وکړه تر څو نور خلک هم ووژنی خو ګرباچف ورته وویل داسی ښکاری چې ستاسی خلک تاسی نه غواړی او تاسی غواړۍ زموږ د عسکرو او وسلو په زور په خپلو خلکو کې حکومت وکړي په زور حکومت کول امکان نه لري. ګرباچف دا نابغه برطرف او زموږ تر ټولو هوښیار او عقل کل یی د امپراطوریو د قبرستان مشر وټاکه.نجیب یی ریس جمهور کړ او په ښکاره یی ورته وویل چې موږ نور وزو سوله وکړی او مجاهدین په قدرت کې شریک کړي. 

د ښاغلی وزیري په خبرو کې تر ټولو جالبه کېسه د شهنواز تڼي د کودتا کیسه وه. تڼي د نجیب د دفاع وزیر وو، تڼی د کودتا پلان درلود او نجیب   هم ښه خبر وو 

وو چې تڼی کودتا کوی خو بیا هم دا نابغه ولسمشر چې نن یی هم ډیر احساساتی افغانان ملاتړ کوی د کودتا مخه نه نیسی. او تر ټولو وحشتناکه خبره خو داده 

چې کودتا لومړي د نجیب له خوا شروع کېږي. په کودتا کې هم د امریکا او روس لاس وو ځکه دوی غوښتل چې خلقیان چې تر مرګه جنګیدل کمزوری کړی ځکه امریکا خپل هدف ته رسیدلی وه او شوروی یی مات کړی وو نور خلقیانو او جنګ ته اړتیا نه وه. د ښاغلی وزیری په خبره که نجیب سیاستمدار وای د اریانا په چوک به نه په دار کېدي. له دی نا بغه ګانو چې خبره خلاصه شو زموږ نورو فلیسفانو بیا په پاکستان کې د افغانستان له پاره عبوری حکومت جوړ کړی وو. دی د هوښیار زامنو تر اوسه هم خپل دوښمن نه وو  پیژندلی او د دوښمن په کور کې یی حکومت جوړ کړ. دا ډول ټوکې د دنیا په هیڅ کمیډی فلم کې نه شی موندلی.  د مجاهدینو د حکومت لویه لاسته را وړنه دا وه چې هغه نیم ملک چې پاته وو هغه یی هم ړنک کړ. مجد دی له لږ مقاومت وروسته حکومت استاد شیهد ته پریښود او استاد شیهد د خپل ژوند تر ټولو هوښیار کار وکړ هغه دا چې جنرال حمیدګل یی خپل ستر سلاکار وټاکه. کابل کې د مجاهدینو تر منځ جنګو زور واخیست اویا زره کسان ووژل شول، ملک کنډواله شو او پاټکونو او داخلی جنګونو خلک په مرګ راضی کړل. خو نن دوی دا ټول قتلونه، وژنی، وراني او دربدری په خدای تانوای دوی هیڅ هم  نه دی کړی او هر څه د خدای له جانبه وو. او دا ټول خلک خدای وژلی دي.  مسعود، ربانی ګلبدین، سیاف،  مزاری، محقق، خلیلی، مجددی ، دوستم، اسماعیل عطا نور، حاجی قدیر، صالح…. او نور ټول سپین چرګان دی او ټول یی واجب احترام دی. خو صرف دومره توپیر وو چي د امریکایانو په زورر یی یو ملی قهرمان او بل د کابل قصاب شو.  دی ډلو ټپلو د طالبانو راتګ ته زمینه مساعده کړه خلک په اول سر کې لږ ارام شول خو وروسته خلک پوه شول چې په هدیره کې ژوند کې کوی. دی سپینو چرګانو هم له عقله کار وانخیست او غوښتل یی چې سمرقند او بخارا ونیسی. ټول شیان یی حرام کړل او ِغوښتل یی چي خلک باید اصلی ژوند په اخرت کې وکړي ځکه خو یی هیڅوک ژوند کولو ته نه پریښودل. ملک یی د نړي د تروریستانو په مرکز بدل کړ او امریکا ته یی بهانه په لاس ورکړه چې نور دا سپین چرګان حلال کړي. د چرګانو له حلالیدو وروسته امریکایانو بیا هماغه غله، لوټمار، قاچاقبر، او ولد زنا په سر د قدرت کړل خو دا خلک نه ماړه او هم ساړه شول غلا، لوټول، وژل او نفاق اچولو ته یی بیا هم زور ورکړ تاریخ یی بیا تکرار کړ او بیا یی د سپینو چرګانو راتګ ته لاره همواره کړه اوس یی پام شویدی چې زموږ د لیونتوب د پاي شيبی را نژدی شویدی ځکه امریکایان هم د روسانو په شان ستړی شوی دی او غواړی دا جګړه په هر ډول چې وی ختمه کړي. زموږ اخری عقل کل ښاغلی غنی هم د هیچا خبری ته غوږ نه نیسی، انتقاد ورته کفر ښکاری او غواړی داسی کسان یی مامورین وی چې تل ورته  سمعآ او طاعتآ ووایی.  د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلی حیات ټاکنه یی د عقل کل د ځآن غوښتنی ښه ثبوت دی. خو د افسوس خبره داده چې  ملت له دومره وژنو، کړاونو او رټلو سره سره  هم هوښیار نه شو او نن هم غواړی چې هر څه په خدای تاوان کړي او له مسولیت اخستلو څخه ځان وساتی. خو خدای مو تر هغه حالت نه بدلوی تر څو چې مو ځان نه وی بدل کړی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب