Homeخبرونهپروان کې طالبانو هغه ځوان وژلی چې ملي بیرغ ورسره و

پروان کې طالبانو هغه ځوان وژلی چې ملي بیرغ ورسره و

تاند ( شنبه د حمل ۷مه) د پروان ولایت په شینوارو ولسوالي کې سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د غوربند درې په درازګرد سیمه کې یو ځوان وژلی دی.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند سلیم نوري ویلي، نن غرمه په یاده سیمه کې د ملکي کسانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې هغه ځوان وژل شوی چې د قرانکریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې یې ملي بیرغ لیږداوه.

د نوري په خبره، د شینواري ولسوالي د درازګرد سیمه د طالبانو په واک کې ده او هلته افغان ځواکونه نه شته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالب وسله وال د ملي بیرغ د ګرځولو په تړاو ملکي وګړي وژني، تر دې وړاندې یې هم د هېواد په بیلابیلو ولایتونو او لویو لارو کې عام خلک د بیرغ د ګرځولو، سندرو غږولو او د ودونو په مراسمو کې د موسیقي د محفلونو په جوړولو وهلي ډبولي، ټپیان کړي او حتی وژلي دي.

1 COMMENT

  1. الله دی د مبارک قرآن، ددې حافظانو او ددې شهید ورور له برکته دا د جهالت او غم بوټۍ په یعنی ټالب په خپل غضب ګرفتاره کړي. دی ته وایي د طالب مسلماني، انسانیت او عدالت. دوی په دې ملت د حکومت دعوا کوي. نه پوهېږم دا شیاطین د کوم وحشی ځناور اولاده آو په کوم مذهب دي. کوم انسان به دداسې عمل توجهی کولی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...