دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د کلي عامه کتابتون په ۱۳۹۹ل کال کې

د کلي عامه کتابتون په ۱۳۹۹ل کال کې

لیکنه: حبيب وقار

د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري په ۱۳۹۹لمريز کال په لرې پرتو کليو کې ۸عامه کتابتونونه جوړ شول چې هر کتابتون له ۵۳۰ تر۲۵۰۰ ټوکه کتابونو سره پرانيستل شو. سره له دې چې په دې کال په ټوله نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا له کبله خلک له ستونزو سره مخ شول، کارونه، فعاليتونه، ښوونځي، پوهنتونونه او ان د ژوند اکثریت چارې په ټپه ودرېدې. د کرونايي کرنتين له کبله د کلي عامه کتابتون چارې هم په ټپه ولاړې وې، له همدې کبله د کلي عامه کتابتون تکړه رضاکارو چې نه يې غوښتل له فعاليت پرته په کور کېني او د خپل دردېدلي ولس خدمت ته ونه دانګي، هوډ وکړ چې په دې موده کې د يتيمانو او کونډو لاسنيوی وکړي، نو د همدې له پاره يې د حمل په ۵مه (د کلي خيريه بنسټ) جوړ کړ چې تر اوسه يې فعاليتونه روان دي.

د کلي عامه کتابتون خوځښت د کرونايي کرنتین له پای ته رسېدو سره سم يو ځل بيا د کتابتونونو فعاليتونه ګړندي کړل. دا چې تر دې وړاندې يې په وردګ، خوست او کابل ولايتونو کې ۱۸عامه کتابونونه (جلګه، مفتاح المدارس، چک کثيرالرشتوي انستيتيوت، انبوخاک، خوات، جغتو، شهيد کريم، سيد اباد، ابوحنيفه، د پغمان د نجونو ښوونځی، وردګ ولايت زندان، ګوربت، پرمختګ، شيخ اباد، سوله، موسکا، امن او اقراء) جوړ کړي وو، لومړی فعاليت يې د وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار کې د فاميليو د نجونو په ليسه کې د ميوند ملالې عامه کتابتون پرانيستل و.

دلته به د هر عامه کتابتون په اړه چې په ۱۳۹۹لمریز کال جوړ شوي دي لنډ معلومات وړاندې کړو:

ميوند ملاله عامه کتابتون، ۱۹م

د کلي عامه کتابتون خوځښت  د همدې ۱۳۹۹لمریز کال د (لور ورځ) له نورو په متفاوت ډول ونمانځله، د نجونو په يوه لويه ليسه کې چې د مطالعې له پاره يې د ګوتو په شمېر کتابونه لرل يو غني عامه کتابتون جوړ کړ. یاد کتابتون يې د وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار کې د فاميليو د نجونو په ليسه کې د (ميوند ملاله عامه کتابتون) په نوم د لړم مياشتې په لومړۍ نېټه په ۵۳۲ عنوانه کتابونو سره پرانيست د ياد کتابتون له پاره المارۍ په ميدان ښار کې د حامد کرزي ليسې ورکړې او د کلي عامه کتابتون له لوري دا المارۍ د کتابونو له پاره يو څه ترميم شوې.

حضرت بلال عامه کتابتون، ۲۰م

د حضرت بلال په نوم عامه کتابتون د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري د وردګ ولایت، چک ولسوالۍ، د مجت سيمې په حضرت بلال ليسه کې د لړم میاشتې په لسمه نېټه په۶۵۰ ټوکه کتابونو سره پرانیستل شو.

تقوا عامه کتابتون، ۲۱م

د تقوا په نوم عامه کتابتون د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري د وردګ ولايت چک ولسوالۍ، د ګوډه سيمې په غازي مومن خان ليسه کې د لېندۍ مياشتې په ۶مه په ۷۵۰ ټوکه کتابونو سره پرانيستل شو. 

سېبک عامه کتابتون، ۲۲م

سېبک عامه کتابتون هم د وردګ ولايت، چک ولسوالۍ، د سېبک سيمې د شهيد کريم په ليسه کې په ۲۲۰۰ عنوانه کتابونو چې ټول ۲۶۰۰ټوکه کېدل، د مرغومي مياشتې په ۵مه نېټه پرانيستل شو.

د ياد کتابتون ډېری کتابونه څو ټوکه وو چې د الموسوعة الفقهيه په څېر يې ځينې کتابونه ان تر ۴۵ټوکه پورې وو. د کتابتون له پاره اته المارۍ، يو ليپټاپ کمپيوټر، د مطالعې لوی مېز، ۲۲ د مطالعې چوکۍ، د کتابتون د مسؤل مېز، د مطالعه کوونکو له پاره د اوبو ترموز، د لارښوونو له پاره سپينه تخته او يو دېوالي ساعت و چې په ټوليز ډول ټولو توکو ۷سوه زره افغانۍ ارزښت درلود.

عمر ولي عامه کتابتون، ۲۳م

دا عامه کتابتون هم د وردګ ولايت، سيداباد ولسوالۍ په عمر ولي ليسه کې چې د يوسف خيلو په کلي کې موقعيت لري په ۲۰۸۰ ټوکه کتابونو او ۵۰۰ ټوکه بېلابېلو مجلو سره د سلواغې په ۳يمه پرانيستل شو.

له ياد کتابتون سره هم د با احساسه او مخلصو مشرانو، ځوانانو او خويندو لخوا نقدي مرستې وشوې چې ټول ټال ۱۲۳۳۳۰ (يو سل او درويشت زره درې سوه او دېرش) افغانۍ کېږي. د کلي عامه کتابتون خوځښت له خوا په دغو پیسو ۱۰ المارۍ، ۷۴۰ عنوانه علمي او ګټور کتابونه او د کتابتون له پاره يوه تخته فرش واخيستل شول چې په ۱۹۵۰۰ افغانیو ۲۰ متره مربع المارۍ جوړې شوې، په ۹۵۳۱۰ افغانیو ۷۴۰ ټوکه کتابونه واخيستل شول، ۲۹۰۰ افغانۍ کرايه شوې او ۷۵۰ افغانۍ هم د  کتابتون د ټاپې او د بنسټ پاڼې بنر له پاره مصرف شوې چې ټولې مصرف شوې پيسې ۱۲۱۴۶۰ افغانۍ وې او پاتې پيسې يې ۱۷۸۰ افغانۍ دي چې پر پاتې پيسو به هم کتابتون ته کتابونه او يا نور د اړتيا وړ وسايل واخيستل شي.

شهيد بسم الله خان عامه کتابتون، ۲۴م

دغه کتابتون په يوه ډېره لرې د تورو غرونو  تر منځ پرته سيمه کې جوړ شو چې له کابل څخه ايله په ۷ ساعته کې موټر ور رسېږي او کلونه کلونه هلته د هېڅ کوم حکومت له خوا داسې خدمت نه دی شوی چې د هېواد له نورو سیمو سره پرتله شي، نو له همدې امله د کلي عامه کتابتون خوځښت په ياده سيمه کې د کتابتون جوړولو تصميم ونيو او د بااحساسه هېوادوالو په مرستو يې په همدې سيمه کې په ۱۲۰۰عنوانه بېلابېلو ګټورو کتابونو سره يې  د شهيد بسم الله خان کتابتون په نوم د سلواغې په ۲۵مه نېټه د وردګ ولایت، جلګې ولسوالۍ، تقریباً په وروستۍ غرنۍ سيمه، د شهيد بسم الله خان په لیسه کې پرانيست.

د دې کتابتون په مرستو کې د کتابونو د ډالیو تر څنګ ۲۲ تنو نقدي مرستې هم کړې وې، ټولې نقدي مرستې (۱۲۸۵۲۰) افغانۍ وې چې په ۹۱۰۵۰ افغانيو ۶۰۵ عنوانه کتابونه، په ۷۵۰ افغانۍ د بنسټ پاڼې بنر او کتابونو ټاپه، په ۲۷۳۰۰افغانۍ شاوخوا ۲۶متره مربع المارۍ او ۸۱۵۰ افغانۍ د کتابونو او الماريو د لېږد په کرايه ولګول شوې. ټول مصارف (۱۲۷۲۵۰) افغانۍ شوی او (۱۲۷۰)  افغانۍ ترې پاتې شوې دي چې همدې کتابتون ته به کتابونه پرې واخيستل شي.

ابکزار عامه کتابتون، ۲۵م

دغه کتابتون په ۱۷۵۰ ټوکه کتابونو سره د کب مياشتې په ۱۲مه نېټه د وردګ ولايت، چک ولسوالۍ د ابکزار سيمې په ابکزار عالي ليسه کې پرانيستل شو.

ياد کتابتون ته د ډالۍ شوو کتابونو تر څنګ د دوو تنو له خوا يو تن د نوم نه ښودلو په شرط ۲۷۰۰۰۰ افغانۍ او همداراز انجنير نصيرالله مبارز ۵۰۰۰ افغانۍ نقدي مرستې هم کړې وې له ټولو ۲۷۵زره افغانيو څخه ۱۳۵۰ټوکه کتابونه په ۱۹۹۹۹۰ افغانۍ، ۲۸متره مربع فرش په۳۸۵۰ افغانۍ، ۲۶متره مربع المارۍ په ۲۷۳۰۰ افغانۍ، د مطالعې يو لوی مېز په ۹۰۰۰ افغانۍ،۲۰ دانې  د مطالعې چوکۍ په ۸۵۰۰ افغانۍ،د کتابونو ټاپه او د بنسټ پاڼې بنر په ۸۷۰ افغانۍ، په کابل کې د کتابونو د لېږد کرايه، ۱۰۴۰افغانۍ، له کابل تر کتابتون پورې د کتابونو، الماريو، فرش او د کلي عامه کتابتون خوځښت د غړو د تګ راتګ د دريو موټرونو کرايه، ۴۲۰۰ افغانۍ ولګول شوې او ۱۹۲۵۰ افغانۍ پاتې دي چې په مناسب وخت کې به ياد کتابتون ته نور کتابونه پرې واخلو.

انصارالمومنین عامه کتابتون، ۲۶م

د انصارالمومنين عامه کتابتون هم د وردګ ولایت، سيداباد ولسوالۍ په شش کلا (شج ګاون) سيمه کې، د انصارالمومنين په عالي ليسه کې د کب مياشتې په ۲۹مه نېټه په ۲۳۰۰ټوکه کتابونو سره پرانيستل شو. یاد کتابتون ته د ملګرو په نقدي ډاليو د کتابونو المارۍ، فرش، يو دانه ليپټاپ کمپيوټر، د اوبو ترموز، سپينه تخته او دېوالي ساعت واخيستل شول.

د کلي عامه کتابتون رضاکار غړي

هېڅ وخت هم جوال په يوه کس نه پورته کېږي، د بار د پورته کولو له پاره به خامخا ملګري او همکار ته اړتیا لرې چې د جوال يو انډی درسره ونيسي. که له موږ سره د پورته اتو کتابتونونو په جوړولو کې د سيمې ويښ او بااحساسه ځوانان مل نه وای او لاس يې نه وای راکړی، شونې نه وه چې دا بار مو تر منزله رسولی وای. د الله ج شکر او مهرباني ده چې اوس مو ځوانان ويښ شوي دي، د ټولنې د خدمت او خير ښېګڼې په کارونو کې ونډه اخلي او تر خپلې وسې يو بل ته لاس ورکوي. له موږ سره د ۱۳۹۹لمریز کال د کتابتونونو په جوړولو کې استاد محمد حامد بها، ډاکټر زاهد الله زاهد، مدير عبدالحميد فيضاني، محمد خالص اديب، محمد عابد احمدي، محمد خالد فقيرزی،  احمد جان اعظمي، سيدولي سيال، محمد طيب جيهون، ډاکټر يارمحمد سلطاني، نوراغا حبيبي، عبدالله رحيمي، سعيد الله وحدت، شفيع الله بهار، مدير محمد قسيم رسولي او محمد همايون نيکمل منډې کړې دي. دوی د کتاب راټولولو کمپاين کړی او خپلې هر ډول همکارۍ يې نه دي سپمولې، د کلي عامه کتابتون خوځښت له دې ټولو بااحساسه ځوانانو د زړه له تله مننه کوي او دوی ته له لوی متعال خدای ج څخه د بريا او سرلوړۍ هيله کوي.

د کلي عامه کتابتون نورې چارې:

۱- قران کريمونه او ديني درسي کتابونه

د کتابتونونو جوړولو تر څنګ، د کلي عامه کتابتون خوځښت د ديني مدرسې او جوماتونو له پاره، د قران عظيم الشان او نورو ديني درسي کتابونو د راټولولو کمپاين هم وکړ او په ۱۵۲۲۸۴افغانيو  يې ۱۵۵۰ ټوکه شروط صلاة، ۱۵۵۰ ټوکه فقه اکبر، ۲۰۵۶ټوکه د قرآن کریم لومړۍ سيپاره (الم)، ۷۰۵ټوکه قران کريمونه هديه کړل. پورته کتابونه ۲۷مدرسو کې هرې مدرسې ته په اوسط ډول له هر کتاب ۷۰ ټوکه ورکړل شوي دي.

۲- نورو کتابتونونو ته کتابونه ورکول:

د کلي عامه کتابتون د بشپړو کتابتونونو د جوړولو تر څنګ، په ځينو ولایتونو کې له نورو کتابتونونو سره هم مرسته کړې ده چې په دې ډله کې لاندې کتابتونونه شامل دي:

۱. غزنی، د مقر ولسوالۍ عامه کتابتون ۲. تخار، د ملي يووالي کاروان عامه کتابتون ۳. کنړ، د شېګل ولسوالۍ عامه کتابتون، ۵. پکتيکا، ستاسې علمي بهير کتابتون ۶. وردګ، چک ولسوالۍ کې د روح الله وسيم عامه کتابتون.

۳- د پرمختګ عامه کتابتون المارۍ

د څو تنو بااحساسه هېوادوالو په همکارۍ پرمختګ عامه کتابتون ته چې د چک ولسوالۍ په شيخ ياسين ليسه کې جوړ شوی دی، ۷دانې المارۍ جوړې شوې. په دې اوو الماريو  ۱۵زره افغانۍ ولګول شوې او همداراز ياد کتابتون ته په دې کال کې ګڼ نوي کتابونه هم ور وړل شوي دي.

۴- کتابونه څنګه ټولولو!

د هر کتابتون د جوړولو له پاره يوه خبرتيا ليکو، کتابتون ته لوګو جوړوو او بیا يې د کلي عامه کتابتون له فېسبوک پاڼې خپروو، هڅه کوو د همغې سيمې کسان چې پېژنو پکې #مېنشن کړو. هر څوک چې کتابونه ډالۍ کوي، يا يې د کلي عامه کتابتون د کوم غړي کور ته ور وړي، يا هم د کلي عامه کتابتون کوم غړی په کتابونو پسې ورځي او کتابونه ترې راوړي او يا هم زموږ د کلي عامه کتابتون خوځښت فېسبوک پاڼې ته پيغام لېږي. 

ځينې کسان د کتابونو، الماريو، يا هم د کتابتون د نورو وسايلو له پاره نقدي پيسې ورکوي چې د دوی په پيسو د بازار له کتاب پلورنځيو څخه کتابونه يا د کتابتون نور وسايل اخيستل کېږي.

۵- شفافيت مو لومړيتوب دی

که څوک ان يو کتاب هم راکړي، د کلي عامه کتابتون خوځښت پر فېسبوک پاڼه يې د نوموړي او د کتابونو له عکس سره يې خپروو. نقدي مرستې هم په پوره امانت سره لګوو، هېڅ ډول اداري لګښت نه ترې اخلو، بلکې ټولې پيسې چې په هر منظور راکړل شوې (کتابونه، المارۍ، چوکۍ، مېز یا نور) په همغه چارو يې لګوو او له دې لارې يوه افغانۍ هم د کلي عامه کتابتون خوځښت د غړو يا هم کوم بل چا شخصي جېب ته نه لوېږي.

۶- د هر کتابتون چارې

د کلي عامه کتابتون غړي ټول راټول شوي کتابونه چاڼ کوي، هغه کتابونه چې د کلتور، مقدساتو، ډلو او نورو پر وړاندې ستونزې جوړوي ترې بېلوي، نور ټول کتابونه راجستر کوي او په يوه ډېتابېس کې يې راټولوي. د هر کتابتون له پاره د کتابتون لوګو، بنسټ پاڼه، د کتاب د ورکړې فورمې، د غړيتوب کارتونه او د کتاب د راجستر کولو پاڼې ورکول کېږي. د هر کتابتون مسول بايد کتابونه په ښه توګه وساتي، مطالعه کوونکی به د هر کتاب د مطالعې په بدل کې کتابتون ته دوه افغانۍ فيس ورکوي، څو د کتاب د ټوټه کېدو او استهلاک له کبله په پای کې په دې پيسو بل کتاب واخيستل شي او که کوم مطالعه کوونکی کتاب ورک کړي، کتابتون ته به هماغه کتاب اخلي.

۷- زموږ راتلونکي کارونه:

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به زموږ لومړی کتابتون د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د اورياخېلو په عالي ليسه کې (اورياخېل عامه کتابتون) وي. ورپسې په کنړ ولايت کې هم د کتابتونونو د جوړولو هوډ لرو ځکه چې د کنړ ولایت اوسېدونکو د کتابتونونو د جوړولو هيله کړې او عريضې يې رالېږلې دي. د کلي عامه کتابتون به په راتلونکي کې هم د پخوا په څېر خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي او خپل هدف ته به ځان رسوي، د کلي عامه کتابتون هدف د هېواد هر کلي ته کتاب رسول او د هېواد په هر ښوونځي کې د کتابتون جوړول دي. د یادونې وړ ده چې له پورته ياد شوو عامه کتابونونو پرته د نورو عامه کتابتونونو موقعیت تر اوسه نه دی تثبیت شوی او دا چاره په دې پورې تړلې چې د کومې سیمې خلک د عامه کتابتون جوړولو غوښتنه کوي او په جوړېدو کې یې له موږ سره مرسته کوي. 

د کلي عامه کتابتون په اړه:

د کلي عامه کتابتون چارې په ۱۳۹۲لمريز کال د مجيب الرحمن محمودي په نوښت سره پيل شوې، ښاغلي محمودي څو کاله په يوازې ځان کار وکړ، په وروستيو کې يو شمېر نور بااحساسه ځوانان چې د ټولنې خدمت او خلکو ته کار کول يې يوه هيله او ارمان دی، ورسره يو ځای شول چې اوس لاندې يوولس کسيزه ډله د کلي عامه کتابتون او کلي خيره بنسټ د چارو په مخکې وړلو کې فعاليت کوي او دوی په کال کې يو وار خپل اداري پلاوی ټاکي:

مجيب الرحمن محمودي رييس، حامد واحدي او حبيب وقار مرستيالان، زينت الله قانت منشي، قاضي محمد داوود، شمس الحق حيران، قاری مطيع ال‍‍له هدايت، روح الله عاصم، شفيع الله مشفق، عنایت الله نوري او محمد نافع همت یې غړي دي. له دې ډلې لومړي شپږ تنه د کتابتون سلاکاره يا رهبري ډله هم دي چې په بېړنيو حالاتو کې د چارو په اړه سلا او پرېکړه کوي.

د ۱۳۹۹لمریز کال پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب