دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان سولې پروسه؛ زلمی خلیلزاد ترکیې ته روان شو

افغان سولې پروسه؛ زلمی خلیلزاد ترکیې ته روان شو

تاند(شنبه، د حمل ۷) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې خلیلزاد ترکیې ته تللی او تمه ده نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، خلیلزاد به په دې سفر کې د سیمې له هېوادونو وغواړي چې ښکېل اړخونه سولې ته وهڅوي.

خلیلزاد داسې مهال دا سفر پیلوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ ویلي، نیت نه لري چې امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

بایډن په سپینې ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د «تکتیکي ستونزو» له پلوه ستونزمنه ده چې د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستل شي.

نوموړي وویل په دې هکله د خپلو شریکانو ناټو غړو هیوادونو سره د وتلو په لوژیستکي مسایلو مشورې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په بروکسل کې د امریکا د متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري خبرې کوي تر څو په مصؤنه او منظمه توګه له افغانستانه ووځو.

بایډن همداشان وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پروسه هم ژر پیل کیږي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی څرکند شي.

نوموړي همدا راز وویل چې د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه چې د ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.

د یادونې ده چې نن د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې د امریکایي سرتېرو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته بوځي.

نوموړي نن په کابل کې یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغان ځواکونه په یوازې ځان هم د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې د بهرنیو سرتېرو وتلو سره، لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

هغه دغه راز د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی خو طالبان سوله نه غواړي او ورځ تر بلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته زور ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب