Homeروغتیاڅېړوونکي وایي، واده د لېونتوب خطر کموي

څېړوونکي وایي، واده د لېونتوب خطر کموي

تاند ( یکشنبه، د حمل ۸ مه) راپورونه وایي، څېړوونکو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې واده کولی شي د لیونتوب خطر کم کړي.

د نیورولوجي، نیورو سرجري او سایکایټري څېړنیزې مجلې له لوري په یو تازه خپره شوې څېړنه کې ادعا شوې چې اړیکې کېدای شي د لېونتوب خطر سره تړلې وي.

دې څېړنه کې د ۱۵ نورو څېړنو چې له ټولې نړۍ څخه له ۸۱۲۰۰۰ څخه ډېرو کسانو په کې ګډون کړی و معلومات را ټول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دې تازه څېړنې په ترڅ کې د انګلستان څېړونکو هغه کسان چې کونډ شوي، طلاق يي اخیستی یا هېڅ واده يي نه دی کړی له هغو کسانو سره چې ودونه يي کړي دي پرتله کړي دي.

د څېړنو پایلې په ډاګه کړې چې د واده شویو په پرتله کونډ شویو خلکو کې د لېونتوب رامنځته کېدو خطر ٪۲۰ او هغو کې چې هېڅ واده يې نه وي کړی دغه خطر ٪۴۲ لوړ وي.

د څېړوونکو په باور، واده له مختلفو لارو د لېونتوب رامنځته کېدو خطر کموي.

څېړوونکي دغه راز زیاتوي چې واده په ورځني ډول په مختلفو کچو د شخصي تعامل او ټولنیزو ښکېلتیاو لامل ګرځي کوم چې د لېونتوب په ګډون د ډېرو روغتیايي او عصبي ستونزو څخه مخنیوی کولو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ځینو ناوړه دودونو په اساس ډیری ځوانان واده په اسانه نه شي کولای او ددې لپاره باید په ډېرو سختو شرایطو او تکلیفونو کې کار وکړي څو د واده لپاره امکانات برابر کړي.

له دغو دودونو یو هم د ولور لوړوالی یادولی شو چې لا هم په ډېرو سیمو کې یو عام او رواجي دود ګرځیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...