په خزانو ناست یو، خو خزانه راڅخه ورکه ده. په شته نعمتونو کې نهار یو.
په سیند کې تندې پسې اخیستې یو.
په شته عقل کې موږ بې عقل یو.
موږ شته دین کې بې دینه یو.
په خپل فرهنګ کې، بې فرهنګه یو.
په خپل هیواد کې بې هیواده یو.
د مور او پلار شتون کې ازار وهلي یو.
په شته کور کې بې کوره یو.
هغه حیوانات یو، چې یو او بل پرمختګ ته نه پرېږدو او یو د بل وینې څښو.
د انسانیت دعوه کوو خو انسانیت نه پېژنو.
موږ خوشحاله یو خو خپلې ناپوهۍ ته.
سترګې مو شته خو یوازې خپله پوزه پرې ګورو.
انرژي لرو خو د یو او بل په چپه کولو کې یې مصرف کوو.
له بې عزتۍ مو بد راځي، خو د ځان بې عزتي په خپله کوو.
غیرت خوند راکوي، خو موږ د بېغیرته خلکو غوندې ژوند کوو.
موږ داسې خلک یو:
یو لیوني څخه چا پوښتنه وکړه، چې ولې لیونی یې؟
لیوني وویل: زه خپله دغې خبرې لیونی کړی یم، چې ولې لیونی یم(؟) .
له عقل نه مو کار واخلئ، کتاب مطالعه کړئ، ترڅو په حقیقت پوه شئ. که مو تعلیم وکړ، خپل او د بل حق به وپېژنئ. دا هر څه به اصلاح شي: مینه، ابادي، وروري، خنداګانې، خوښ او خوشحاله به وئ. موږ به د نړۍ تر ټولو ښه، با عزته، شریف او پرمختګ لرونکي خلک به یو. که مو ځان وپېژاند او خپلې غاړې ته مو سر ټیټ کړ، یو ښه راتلونکی به ولرو.
یوازنۍ لار چې دغه بد حالت څخه به موږ باسي هغه تعلیم او زده کړه ده.
تعلیم دی، چې له ځمکې مو اسمان ته پورته کوي، موږ ته وزرې راکوي، ژوند، خوند، رنګ راکوي. د بریا په راز مو پوه کوي.
کتاب ولولئ، تر هغه یې ولولئ، تر څو در کې ساه او روح وي. همدا مو د نجات لار ده.
موږ چې ځورېږو او په بد حال یو، دا ځکه چې تعلیم او زده کړه نه لرو.
راتلونکې بریا د هغه چا په لاس کې ده، چا چې ډېر علم او مطالعه وکړه.
راځئ د دغو بد مرغیو څخه الوځو، په هوا شو، هلئ، د کتاب په وزر کېنئ، چې الوځو، او نړۍ راته حیرانه شي.