پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+په کورونا کې د بفت شتمني تر ۱۰۰ ملیاردو واوښته

په کورونا کې د بفت شتمني تر ۱۰۰ ملیاردو واوښته

تاند- سره له دې چې کورونا وبا په نړۍ کې د ډېرو خلکو کاروبار خراب کړی او حتي ځینې یې نېستمن کړي خو داسې کسان هم شته چې د دې وبا د خپرېدو په موده کې یې شتمني لا ډېره شوې ده.

په داسې کسانو کې یو هم امریکايي پانګوال وارین بفت (Warren Buffett) دی.

په وروستیو ورځو کې د ښاغلي بفت شتمني تر ۱۰۰ ملیارد ډالرو واوښته.

د بفت شتمني په دې خاطر په دې کورونايي حالت کې زیاته شوه چې د برکشایرهتاوي (Berkshire Hathaway) کمپنۍ ونډې یا سهمونه یې واخیستل او د دغو ونډو بیه ناببره ډېره لوړه شوه.

د فوربس مجلې د راپور له مخې، د وارین بفت ټوله شتمني په همدې شرکت کې ده. او س د برکشایرهتاوي شرکت مالي ارزښت نژدې ۶۰۰ ملیارد ډالره اټکل کېږي او ښاغلی بفت یې په شپږو کې د یوې برخې خاوند دی.

د برکشایرهتاوي کمپنۍ د ونډو ارزښت د فبرورۍ په وروستیو کې خورا ډېر شو او د چهارشنبې په ورځ د دې شرکت د ځانګړو یا اې کلاس د ونډې ارزښت تر ۴ لکه ډالرو واوښت.

د کورونا وبا له خپرېدو سره سره، چې له کبله یې اکثره اقتصادي فعالیتونه ودرول شول او د توریزم په شمول ځینې برخې یې سختې زیانمنې کړې، د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو درو میاشتو کې د برکشایرهتاوي شرکت په ګډون ګڼو سترو امریکايي کمپنیو تر ۳۵ ملیارد ډالره زیاته ګټه وکړه او اصلي دلیل یې دا و چې د ونډو ارزښت لوړ شو.

وارین بفت ۹۰ کلن دی او که یې په ۲۰۰۶ م کال د خپلو شتمنیو او ونډو یوه برخه کې خیریه موسسو ته نه وای بخښلې، شتمني به یې ډېر مخکې تر سل ملیارد ډالرو اوښتې وای.

بفت یوولس کلن و چې ونډې یې واخیستې او په دیارلس کلنۍ کې یې په لومړي ځل د ترلاسه کړې ګټې مالیه ورکړه.

د فوربس مجلې پر اساس، حاضردمه په نړۍ کې تر ټولو شتمن کس د امازون کمپنۍ موسس جیف بیزوس دی. د بیزوس شتمني شاوخوا ۱۸۰ ملیارد ډالره اټکل کېږي.

د دې مجلې له مخې، د امازون شرکت د موسس جیف بیزوس، د ټیسلا د اجرايي رييس الین مسک، د مویت هنسي د شرکت به خاوند برنارد ارنولټ او د مایکروسافټ له موسس بیل ګېټس وروسته ښاغلی بفت پنځم لوی شتمن دی.

بفت، چې تر ۶۰ ډېرې کمپنۍ لري، ژمنه کړې چې د خپلې شتمنۍ په سلو کې ۹۹ به خیریه ټولنو ته وبخښي. تراوسه پورې ده ۴۱ ملیارد ډالره خیریه چارو په تېره بیا د بیل ګېټس مرستندویې ادارې ته ورکړي دي. بیل ګېټس هم ملیاردونه ډالر په خیریه چارو لګولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب