شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: د فرشتې کوهساتۍ او د هغې د ورور قاتلان ونیول...

امرالله صالح: د فرشتې کوهساتۍ او د هغې د ورور قاتلان ونیول شول

تاند (دوشنبه د حمل ۲) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت ځواکونو د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور قاتلین نیولي دي.

ښاغلي صالح نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي او په وینا یې له پېښور څخه له راتګ سره سم د ملي امنیت له لوري نیول شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال او ملي امنیت تر اوسه په دې هکله تفصیلي جزیات نه دي ورکړي چې یاد کسان چېرته او کله نیول شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

فرشته کوهستانۍ او د هغې ورور د ۱۳۹۹ کال په جدي میاشت کې په کاپیسا ولایت کې په ډزو ووژل شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه وخت ویلي وو چې مدني فعاله او د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ او د هغې ورور د کاپیسا د کوهستان ولسوالۍ په عزت خیل کلي کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شوه.

تر دې پېښې درې ورځې وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د (۱۳۹۹ د جدي په ۷) خبر ورکړ چې د مېرمن کوهستانۍ او د هغې د ورور د قتل په تور یې دوه تنه نیولي دي.

د فرشتې کوهستانۍ تر وژل کېدو دوه اوونۍ مخکې نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی او له افغان چارواکو یې غوښتي وو چې امنیت یې ټینګ کړي.

د یادونې ده چې طالبانو هغه مهال د فرشتې کوهستانۍ په وژنه کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې دوی په بې دفاع وګړو او بنسټونو بریدونه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب