یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد بهرنيو چارو وزارت د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د...

د بهرنيو چارو وزارت د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د څلورو افغان کډوالو مړينه تاييد کړه

تاند (دوشنبه د حمل ۲) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تاييدوي چې د ايران او ترکيې ترمنځ پوله کې د سختو توپانونو او سړې هوا له کبله څلور افغان کډوال مړه شوي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې یاد کسان د داړو هیوادونو ترمنځ د ارومیه «چالدران» په سیمه کې مړه شوي او دوه تنه یې ژغورل شوي دي.

که څه هم په بیان کې ددغې پېښې د رامنځته کېدو دقیق وخت نه دی ښودل شوی، خو په کې راغلي چې دغه پېښه په دې وروستیو کې رامنځته شوې ده.

په بیان کې راغلي چې په انقره کې د افغانستان سفارت د مړو شویو کسانو د تکفین مراسم تر سره کړي او دوه جسدونه یې خپلو کورنیو ته هم سپارلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې رامنځته شوې پېښه د ترکیې او ایراني چارواکو سره په ګډه تعقیبوي او په خبره یې د پېښې ځای ته د لټون دوې ډلې استول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو غوښتي چې له هغو ناقانونه سفرونو ډډه وکړي چې د مرګ له خطر سره مخامخ کېږي.

د بیان د معلوماتو له مخې، د پېښې ځای د ایران له مرکز څخه په ۸۰۰ کیلومترۍ او له انقرې څخه شااوخوا په ۱۲۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې ګن شمېر افغانانو په قاچاقي لارو اروپايي او نورو هېوادونو ته سفرونه کوي چې ډېر کله خپل هدف ته له رسېدو مخکې او د کورنۍ د توقعاتو خلاف د سمندرونو او یا هم د قاچاقبرانو د دوکې خوراک شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب