جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهدوه فټه او ۸ انچه زلمي او د ۲ فټه او ۷...

دوه فټه او ۸ انچه زلمي او د ۲ فټه او ۷ انچه ناوې واده وکړ

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲)  راپورونه وایي، د پاکستان په ګجرات نواحي کلي کې یوې جوړې چې د واده زلمی یې ۲ فټه او ۸ انچه او ناوې یې ۲ فټه او ۷ انچه قد لرلو خپلو کې واده وکړ.

راپورونه زیاتوي چې اوس د دوی دواړو د کورنیو خلک په دې ډیر خوښ دي؛ ځکه وېره یې درلوده چې ګواکې بچې یې بې واده پاتې نه شي او تل به یې دغه فکر کوو چې داسې څوک به پیدا کړي چې د دوی د ژوند ملګري شي.

د معلوماتو له مخې، د نواحي سیمې ۲۳ کلن ځوان ادیب او د ګجراوالا ۲۲ کلنې پیغلې سره واده وکړ چې واده یې لا خوندور او په څو چنده خوښیو ولمانځل شو.

راپورنه زیاتوي، د واده زلمی او ناوې په دې ډير خوښ و چې د خپل قد په اندازه یې جوړه برابره شوه او ژوند به یې د خوښیو ډک تیر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په انساني ټولنه کې دا د معمول خبره ده چې د کوم انسان به قد ټيټ وي یا به ډېر لوړ وي او یا هم بل یو عیب به لري؛ مګر دا هر څه د خدای تعالی له لوري مقرر دي، موږ او تاسو یې باید عیب ونه ګڼو او شکر پرې وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب