پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeسیمه - نړۍچین د نړۍ لومړی او امریکا دویمه درجه ځواکمن هېوادونه شول

چین د نړۍ لومړی او امریکا دویمه درجه ځواکمن هېوادونه شول

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲ ) د ډیفنس ملټري وېبپاڼې د تازه څېړنو له مخې چې تېره ورځ یې خپرې کړي، چین د نړۍ تر ټولو لومړی پوځي ځواکمن هېواد، امریکا دویم او هندوستان بیا څلورمه درجه هېوادونه یاد کړي دي.

ډیفنس ملټري لیکلي: سره له دې چې امریکا ستره پوځي بودجه لري د نړۍ په کچه دویم پوځي هېواد دی او ۷۴ نمرې لري.

چین ۸۲ نمرې، روسیه ۶۹، هندوستان ۶۱، فرانسه ۵۴، انګلېستان لاهم د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې دی چې د پوځي ځواک له مخې په لسو غوره هېوادونو کې قرار لري او ۴۳ نمرې لري چې ۹ مه درجه هېواد شمېرل شوی.

ویبپاڼه لیکي، دغه څېړنه د پوځي ځواک، معاشونو، اقتصادي پیاوړتیا، اتومي وسلو، مهماتو، د مهماتو وزن، فعال او غیر فعال پوځي اډو او وسایلو، ځمکني، هوایي او سمندري ځواک ته په کتو ترسره شوې چې چین په سلو کې ۸۲ نمرې یا پوینټونه اخیستي او د نړۍ تر ټولو پوځي ځواکمن هېواد ګڼل شوی دی.

د ډیفنس ملټري ویبسایټ د څېړنې له مخې امریکا په کال کې ۷۳۲ میلیارده امریکایي ډالره ، چین ۲۶۱ میلیارده او هندوستان ۷۱ میلیارده پوځي بجټ لري.

د ویبپانې په دې تازه څېړنه کې، چین د سمندري ځواک له مخې ، امریکا د هوا له لارې او روسیه د ځمکې له لارې جګړه ګټونکي هېوادونه یاد شوي دي.

د څېړنې له مخې، روسیه بیا د ځمکې له لارې دنړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد ښودل شوی چې ۵۴۸۶۶ نمرې، امریکا ۵۰۳۲۶ او چین بیا ۴۱۶۴۱ نمرې لري.

دا چې ولې چین له نورو هېوادونو د پوځي پیاوړتیا له مخې په سر کې قرار لري او کوم نور اړخونه لري په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب