پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهافغان چارواکي وايي، د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ سره مخته...

افغان چارواکي وايي، د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ سره مخته روانې دي

تاند (دوشنبه د حمل ۲) د کندوز ولایت ځايي مسؤلین وایي، له مرکزي اسیا د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد (کاسا زر) پروژې چارې په چټکۍ سره مخته روانې دي.

د کندز ولایت رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په کندوز کې د کاسا زر پروژې چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي او د برېښنا د لېږد دغه پروژه به په خپله ټاکلې نېټه بشپړه شي.

د کاسا زر پروژې له لارې له تاجکستان او قرغزستان څخه ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدول کېږي.

ددغه پروژې ستنې د کندوز، بغلان، کاپیسا، پنجشنېر، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۵ ولسوالیو تېرېږي.

د دې پروژې لومړنۍ ستنه د ۲۰۲۰ کال د اپرېل په ۲۳مه د کندوز شېرخان بندر سیمه کې لګول شوې وه.

د پروژې ټول لګښت ۲۳۴ میلیونه ډالر ښودل شوی او ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې چارې بشپړې او دغه پروژه به افتتاح شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب