جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهم.م: ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ نیمایي نفوس د پاکو...

م.م: ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ نیمایي نفوس د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي

تاند (دوشنبه د حمل ۲) ملګري ملتونه وایي د نړۍ په کچه له هرو درېیوو کسانو یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

ملګري ملتونو د پاکو اوبو د منابو د ساتنې او خوندي کولو سپارښتنه کړې ده، او ویلي یې دي چې اوبه د نفوسو د زیاتوالي، په زراعت او صنعت کې د ډېر استعمال او د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو له کبله له شدید ګواښ سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې پر نړیوالو غږ کړی چې د پاکو اوبو د سرچینو په ساتنه کې هڅه وکړي ځکه په نړۍ کې میلیونونه وګړي دمګړۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

سرچینه وايي، ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ نیمایي نفوس د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ شي او یا په داسې ځایونو کې ژوند وکړي چې د څښاک پاکې اوبه به نه لري.

د اوبو نړیواله ورځ له ۱۹۹۳ کال د مارچ ۲۲مې راهیسې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي چې د تازه اوبو په اهمیت باندې تمرکز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب