تاند (دوشنبه د حمل ۲) طالبان ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت پرته د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ مقام او امنیه قومانداني دوی ته پرېښې ده.
ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، امنیتي ځواکونو د څرخ ولسوالۍ مقام او امنیه قوماندانۍ له مقاومت پرته له ټولو اړونده وسایلو سره پریښي او اوس د دوی په واک کې ده.
نوموړی زیاتوي، افغان ځواکونو د ولسوالۍ تر پرېښودو وروسته د سنګګ بازار په توپونو ویشتلی چې له امله یې دوه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
خو د لوګر امنیتي چارواکي وایي، دوی د ځایي خلکو په غوښتنه د څرخ ولسوالۍ ودانۍ له خپل اصلي ځای نه بل ځای ته لېږدولې ده.
د لوګر امنیه قوماندانۍ پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ د پوهنې ریاست اړوند وه او اوس دوی د ولسوالۍ مرکز د ډبر سیمې ته انتقال کړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، کله چې د ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال شو، طالبانو د پخواني مرکز ځیني پاته شوني وسوځول.
تندر قل اردو هم په یوه خبرپاڼه کې د ولسوالۍ د مرکز د انتقال خبره کړې، خو ویلي یې دي امنیتي ځواکونو دغلته له طالبانو سره جګړه کړې چې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.