شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان: باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی

پاکستان: باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی

تاند(شنبه، د حوت ۳۰) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او همدا لامل دی چې پاکستان په افغانستان کې دایمي سوله غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ ویلي، پاکستان افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او غواړي چې نور باید په دغه هېواد کې دجګړو روانه لړۍ پای ومومي.

نوموړي د مسکو ناستې ته په اشارې زیاته کړې، چې د پاکستان په ګډون ټولې خواوې افغانستان کې دجګړو پای او اوربند غواړي ځکه چې افغانستان کې امن او سوله د ټولو په ګټه ده.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې پروسې، د مسکو ناستې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، په افغانستان کې له سولې پرته د سیمه ییزې راشه، درشه، اقتصادي ودې، او د پاکستان او افغانستان د خلکو د سوکالۍ ګډ ارمان پوره کېدل ناشوني دي.

نوموړي له روسیې مننه کړې چې د افغان سولې خبرو بهیر چټکتیا په موخه يې د ترویکا غونډه جوړه کړې ده.

صادق خان وايي، هېواد یې په دې باور دی چې په مذاکراتو او حکومتولۍ کې پراخ ګډون به په افغانستان کې د تلپاتې سولې هدف ته رسېدو کې د پام وړ مرسته وکړي او نړیواله ټولنه باید په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره ښکېله پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب