شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله: امریکا په افغانستان کې سیاسي مشارکت غواړي

عبدالله: امریکا په افغانستان کې سیاسي مشارکت غواړي

تاند ( شنبه، د حوت ۳۰) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي، چې پر اساس یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په دې باور ده چې افغانستان کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو او شفافو ټاکنو ترسره کېدو پورې وخت ته اړتیا ده نو باید له اوسنۍ مرحلې څخه د تلو لپاره یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله وايي د ملي مصالحې عالي شورا چمتو ده، چې سولې ته د رسېدو لپاره پر هغه طرحه بحث وکړي چې افغانان سولې ته رسولی شي.

عبدالله عبدالله د مسکو ناستې له اعلامیې هرکلی کوي او وايي په دغه اعلامیه کې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي او د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب