شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو خبرداری؛ امریکا به له سخت غبرګون سره مخ شي

د طالبانو خبرداری؛ امریکا به له سخت غبرګون سره مخ شي

تاند(شنبه، د حوت ۳۰) د طالبانو مذاکراتي ډلې غړی سهیل شاهین وايي، امریکا باید په ټاکلي وخت له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي له اسوشېتېد پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې که امریکا تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه وځي پر وړاندې به یې غبرګون وښیي.

نوموړي زیاته کړې، په ۱۸ میاشتو خبرو کې دوی له امریکا سره تړون ته ورسېدل او د دې تړون له مخې د راتلونکې مې تر لومړۍ نېټې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

نوموړي همدا راز ویلي، هیله مند دي چې امریکا په خپل وخت ووځي او دوی د افغانستان د کړکېچ پر سوله ییز هواري تمرکز وکړي، څو په افغانستان کې د سولې یو پراخ سیاسي پلان ته په رسېدو اوربند وشي.

شاهین زیاتوي، که امریکايي ځواکونه ونه وځي دا مانا ده چې له تړون سرغړونه کیږي او دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي.

طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تر نومبر میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.

جو بایډن زیاته کړې وه چې له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې جامع او په ښه توګه مذاکره نه ده شوې او په خبره یې یاد هوکړه لیک خورا نیمګړی دی.

نوموړي له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي چې ښایي له دغه هېواد څخه د سرتېرو وتلو ضرب الاجل وغځول شي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکایي ځواکونه به ډېر وخت په افغانستان کې حضور و نه لري.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې په تېره دوره کې د امریکا او افغان دولت ترمنځ یو څه فاصله رامنځته شوې وه خو زیاته کړې یې ده چې، دوی د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه له افغان دولت سره په مشورو بوخت دي.

3 COMMENTS

  1. امریکا او بایډن په خټه کښي مښتي دي نه پوهیږي څه و کړي. که تړون مات کړي نړیوال خوله ور اچوي که وځي ټامیان نه شي ټینګیدلای. طالبانو سم کار و کړ چي پر وخت یې خبر داری ورکړ. تړون که ښه و که خراب یوه ستر امپریالیستي زبرځواک له یوه خودجوشه حرکت سره لاسلیک کړ. امریکا په ځپله د طالبانو پرستیژ او نړیوال معرفت له مځکي و اسمان ته پورته کړ اوس دي هسي کونه کاږي.
    امریکایان خبر نه دي چي جګړه مورال او ځان تیریدنه ګټي. د ټامیانو او امریکایانو مورال صفر ته را ټیټ شوی او د طالبانو هغه تر سل هم اوښتی. امریکا که بیرته هم راسي څه غول نه شي کوی، شل کاله یي زور و ازمایه څه ونه شول، اوس خو منې که ډرته لا و کوي. نور دي د افغان له وطن څخه ووځي، خپل سخندران دي بل ځای چاغ کړي. ټامیان دي هم ورسره بوځي.

  2. ملا شاهین صحاب، کیا بات هی، بهود پریشان لکتې هو. رابه شو اصلې خبرې ته. بې ځايه باټې مه وهئ. هغه څوک چې ستاسو بادار دی او سهار او ماښام مو په شا ډبوي د امریکا په پاتې شونو خپله شپه او ورځ تېروي. د خپل ځان او د افغانستان خیر وغواړئ. داسې نه چې دا ځل په کراچۍ که هم ځان ټینګولی ونه شئ. خدای د تاسو ته انصاف درکړئ له دومره بې ځایه او کاذب غرور سره. اوس مو سر او زیر ټولې دنیا ته معلوم دی. که افغان حکومت ګواډګی ګڼئ، تاسو هم ګوډاګیان یاست. داسې ګوډاګیان چې بادران مو اوس د امارت به نو هم شرمېږي او نه یې غواړي. دا ورځو کې مو څو تنه مستعار لیکوالان هم د مورال جګولو لپاره ورځې او شپې غبرګې لیکی. خو والله که هیڅ ځای ونیسی. لږ خپل په هېوادوالو ورحمېږئ. مننه

  3. ملایي او د پنجاب د مدرسو ادبیات : کونه ، غول ، ډرتي ……
    لعنت په هغه ملا شه چې تاته یې داسې تربیه درکړې . دروغ ،رذالت او د انسانانو ترمنځ شر اچول د ابلیس کار دی.
    تراوسه د تړون یا قرارداد او موافقتنامې یا هوکړه لیک په تفاوت نه پوهیږي
    .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب