Homeخبرونهد مسعود اندرابې پرګوښه کېدو د عبدالله عبدالله غبرګون

د مسعود اندرابې پرګوښه کېدو د عبدالله عبدالله غبرګون

تاند ( شنبه، د حوت ۳۰)  د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمهور رئيس له لوري له دندې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدو سره مخالفت کړی.

عبدالله عبدالله ویلي، پرته له مشورې داسې پرېکړې کول له اوسني وضعیت او ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

د عبدالله عبدالله په وینا دا ډول پرېکړې هېڅ دوی ته د منلو نه دي.

نوموړی داسې مهال دا مخالفت ښيي، چې تېره ورځ د جمهور رئيس د حکم پر اساس ستر جنرال محمد یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.

دغه راز د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات بیا د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او جنرال ایوب سالنګی د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...