شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نيوزيلېنډ په ستر توپير بنګله دېش ته ماتې ورکړه

نيوزيلېنډ په ستر توپير بنګله دېش ته ماتې ورکړه

تاند ( شنبه، د حوت ۳۰) د نيوزیلینډ او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه نیوزیلینډ وګټله.

دا لوبه چې نن ترسره شوه په کې نيوزیلینډ پچه وګټله او بنګله دېش ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش په ۴۲ ام اور کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

بنګله دېش لپاره محمدالله ٢٧، مشفيق الرحيم ٢٣، ليتون داس ١٩ او مهدي حسن ١٤ منډې وکړې.

ټرينټ بولټ ٤ لوبغاړي ، جيمس نيشام او مچل سانتنر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلېنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۲ ام اور کې د ۲ لوبغاړو په زیان پوره کړ او بنګله دېش ته یې په ستر توپير ماتې ورکړه.

هينري نيکولاس ٤٩ ناسوځېدلې، مارټين ګوپټيل ٣٨ او ديون کانوى ٢٧ منډې وکړې.

د بنګله دېش له خوا حسن محمود او تسکين احمد ١-١ مقابل لوبغاړي وسوځول.

ټرينټ بولټ د لوبې غوره لوبغاړی شو

د نيوزيلېنډ او بنګله دېش ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د مارچ په ٢٣مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب