تاند ( شنبه، د کب ۳۰ ) ملي دفاع وزارت وايي، د دوی د څېړنو وښوده چې د میدا وردګ ولایت په بهسود ولسوالي کې د افغان پوځ څرخکه د عليپور اړوند وسله والو لخوا ویشتل شوې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، دوی د یادې پېښې لپاره پلاوی ټاکلی وو او څېړنو یې څرګنده کړه چې دا څرخکه د علي پور اړوند وسلوالو له خوا ویشتل شوې ده.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي: ((د دفاع وزارت څېړنې او لاسته راغلي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي قواو هیلکوپټر په بهسود ولسوالي کې د عليپور اړوند وسلّه والو لخوا هدف ګرځول شوې ده.))
نوموړی دغه راز زیاتوي چې دفاع وزارت په دغه پېښه کې د خپلو شهیدانو غچ په هره بیه چې وي اخلي او عاملین به یې نسکور کړي.
خپله د غیر مسؤله وسله والو قوماندان علیپور تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړمه ورځ یې یو ویاند ویلي وو چې یاده څرخکه د دوی کسانو ویشتی دی.
د یاودنې وړ ده چې درې شپې مخکې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالي کې د افغان پوځ د ۷۷۷ لوا د یوې څرخکې لوېدو په پېښه کې نهه افغان منسوبین ووژل شول چې څلور تنه یې پيلوټان و.
افغان ولسمشر او لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د یادې پېښې په غبرګون کې ویلي و چې د یادې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې میاشتې پر لسمه نیټه په بهسود ولسوالي کې د لاریون پر مهال ۱۱ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۳۱ تنه نور ټپيان شول.
اوس باید له دانش نه پوښتنه وشې، ځکه چې د علیپور ضامنت یې کړی و. د علیپور په شان خاینانو باندې رحم کول له دې ولس سره جفا ده. علیپور باید ډېر پخوا ځړول شوی وای. تر څه وخته به دا قومی معافیتونه ددې وطن د وګړو ژوند اخلي.