یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په نه...

امریکا یو ځل بیا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په نه وتلو ټینګار وکړ

تاند (شنبه د حوت ۱۶) د امریکا د متحده ایالتونو د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ‌ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ وايي‌ داسې نه ښکاري چې امریکا به د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي سمیت دا خبرې پرون جمعه د واشنګټن په بروکینګز انسټیټیوټ کې وکړې.

نوموړي وویل، «ایا داسې سناریو شته چې سږکال یې ووینو چې موږ داسې یو مرحلې ته رسېدلي یو چې له افغانستان څخه وتل مو منطقي وي؟ هو. موږ باید داسې لاره ولټوو چې زموږ موجودیت ستراتیژیک او کم وي.»

ښاغلي سمیت په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې وکړې او وویل چې په مختلفو ځایونو کې د امریکایي سرتېرو کم موجودیت د اهدافو په ترلاسه کولو مرسته کوي.

د امریکا –طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې باید بهرني ځواکونه د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.

په دې شرط چې طالبان له القاعده سره اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

خو امریکایي چارواکي ‌وايي طالبانو د تړون په شرایطو عمل نه دی کړی.

ادم سمیت په داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو د پاتې کېدو په هکله خبره کوي چې د جرمني په ګډون د ناټو یو شمېر مشرانو ویلي دي چې د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان څخه نه وځي.

ناټو وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل باید په شرایطو پورې تړلي وي.

بله خوا طالبانو څه موده مخکې خبرداری ورکړی چې که په ټاکلي وخت بهرني ځواکونو له افغانستان څخه ونه وځي،‌ دوی به یې پر وړاندې جګړې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب