Homeخبرونهبلوچستان کې د پاکستاني عسکرو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله...

بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه د حوت ۱۶) په بلوچستان کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه کسان وژل شوي او دوه پاکستاني عسکر په کې ټپیان دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېر ماښام د بلوچستان په یوې لرې پرته سیمه سیبۍ کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه ددې برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو پاکستاني امنیتي چارواکو یې په هکله د څېړنو خبر ورکړی.

بلوچستان له کلونو راهیسې د فرقه یي شخړو او د پوځ او بلوڅ بېلتون پالو په ځانګړي ډول د بلوچستان د ازادۍ لښکر او ازادۍ جبهې وسله والو د بریدونو شاهد دی.

بلوڅ بېلتون پال خپلواکي غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...