Homeخبرونهخلیلزاد د افغانانو ترمنځ د سولې پر یوې طرحې د خبرو لپاره...

خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د سولې پر یوې طرحې د خبرو لپاره دوحې ته ورسېد

تاند(پنجشنبه، د حوت۱۴) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مشارکتي حکومت په اړه له طالبانو سره د خپلې طرحې په باب د خبرو لپاره نن (پنجشنبه) دوحې ته ورسېد.

خلیلزاد ویلي چې د افغانستان د سولې پر پروسې او د دې پروسې د چټکولو پر لارو چارو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

خو ده تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د ولسمشر غني په شمول له بېلابېلو اغېزمنو څېرو سره د یوه مشارکتي یا انتقالي حکومت د جوړېدو پر طرحې خبرې وکړې.

خلیلزاد په خپله ویلي دي چې په دې اړه هغو خواوو مثبت نظر درلود چې ده ورسره خبرې کړي دي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې خلیلزاد د مشارکتي حکومت د جوړېدو په صورت کې د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون په اړه ورسره خبرې کړي دي.

د دې جرګې څو غړیو رسنیو ته ویلي چې خلیلزاد ورڅخه غوښتي چې په اساسي قانون کې پر تعدیل غور وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې د سولې لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د طالبانو او امریکا د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې پر موافقې بیا کتنه پیل کړې ده.

امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو د دې موافقې شرطونه نه دي عملي کړي. خو خلیلزاد وايي چې امریکا لا هم پر دې موافقه ولاړه ده خو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ډېرې ټکنۍ دي چې باید تېزې شي او مخکې تر دې چې دواړه خواوې د جګړې اور تېز کړي پر اوربند او روغه جوړه موافقې ته ورسېږي.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي له څو میاشتو راهیسې په زړه نا زړه خبرې کوي او په لړ کې یې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

1 COMMENT

  1. د تاند چلونکیو څخه هیله کیږی چی د افغان ملت دوښمن خلیلزاد تصویر سره د افغانستان بیرغ لیری کړۍ او افغان ملت باید تحقیر نشی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...