سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د امریکا پوځي اتشه د توکمپالونکې تبصرې په خاطر...

په افغانستان کې د امریکا پوځي اتشه د توکمپالونکې تبصرې په خاطر لېرې شو

تاند(پنجشنبه، د حوت۱۴) په افغانستان کې د امریکا یو جګپوړی امنیتي دیپلومات په دې خاطر چې پر خپله فیسبوکپاڼه یې د امریکا پر ضد او د کامیلا هریس پر ضد توکمپالونکې تبصره لیکلې وه، له دندې ګوښه شو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې نیک سابرو وروسته له دې چې ډونالډ ټرمپ د نوومبر د ولسمشرۍ انتخابات وبایلل پر خپله فیسبوکپاڼه د کامیلا هریس په اړه تبصره وکښله.

ده لیکلي و«د امریکا په تاریخ کې د خپګان ورځ ده. له درغلیو ډکو انتخاباتو یوه احمقه ښځه رامخکې کړه چې ادعا کوي تورپوستې ده ، خو نه ده. څومره چې پوهیږو د امریکا د مرګ شاهدان یوو او نژدې ده چې ازادۍ مو پوپناه شي.»

سي این این له موضوع څخه د خبرو سرچینو په قول وايي، په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن د دغه پوست له لیدو وروسته وویل چې پر سابرونو یې اعتماد له لاسه ورکړ او بېرته یې واشنګټن ته لېږي.»

سرچینه همداراز وايي چې سابرونو لا هم د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي خو کومه ځانګړې دنده نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویلي چې په بهر کې امریکايي دیپلوماتان نړیوالو ته د امریکا د ولس استازیتوب کوي او باید په سیاسي سلیقوي موضوعاتو نظر څرګند نه کړي.

سابرونو په افغانستان کې، چې د امریکا لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی، پوځي اتشه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب