دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر امرالله صالح، سرور دانش او کریم خلیلي د بریدونو پلان شنډ...

پر امرالله صالح، سرور دانش او کریم خلیلي د بریدونو پلان شنډ شو

تاند (چهارشنبه د حوت ۱۳) د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې ملي امنیت پر ده د بریدونو یو پلان شنډ کړی.

ښاغلي صالح د نن سهار د شپږ نیمو بجو امنیتي ناستې وروسته پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې وسله والو طالبانو دده د تګ راتګ پر لاره په ۱۶ نقطو کې د بریدونو پلان درلود، خو په وینا یې د ملي امنیت منسوبین په دې بریالي شوي چې دغه پلان شنډ کړي.

نوموړي زیاته کړې، پر ده تر دې مخکې شوي بریدونه هم وسله والو طالبانو ترسره کړي دي او په خبره یې چې نیول شویو کسانو هم اقرار کړی چې له طالبانو سره اړیکه لري.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، د ولسمشر پر دویم مرستیال سرور دانش او کریم خلیلي هم ترهګرو د برید پلان درلود خو پکې بریالي شوي نه دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه او ولایتونو کې هدفي بریدونه ډېر شوي دي او خلکو ته یې جدي اندېښنې پارولې دي.

تازه تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې کارمندانې له دندې څخه کورته د تلو پر مهال په وسله والو بریدونو کې ووژل شوې او نن سهار په کابل کې یو دیني عالم او د پوهنتون استاد وسله والو په نښه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب