دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د سټرلینګ پياوړي پيل کویټه له ماتې سره مخ کړه

د سټرلینګ پياوړي پيل کویټه له ماتې سره مخ کړه

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳)  د پاکستان غوره لیګ پي اېس اېل سیالیو په دولسمه لوبه کې اسلام آباد لوبډلې کويټې کلیډیټروز لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنه د کويټې لوبډلې وکړه او ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې د لوبډلمشر سرفراز احمد د ۵۴ منډو پر مټ  مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

اسلام آباد ته فهیم اشرف بهترینه توپ اچونه وکړه.

نوموړي په څلور اورونو کې یوولس منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول.

اسلام آباد لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۷ام  اور کې د څلورو لوبغاړو په زیان تر لاسه او په شپږو ویکټو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسلام آباد لپاره په توپ وهنه کې هیلس ۲۳، روهیل نظیر ۳۴، شاداب خان ۲۱ او پال سټرلینګ تر ټولو زیاتې ۵۶ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده چې اسلام آباد د یادې لوبې په ګټلو سره درېیمه بریا تر لاسه کړه، خو کویټې لوبډلې بیا څلورمه ماتې وخوړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب