Homeخبرونهد ننګرهار والي: مسوولان به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به...

د ننګرهار والي: مسوولان به د وروستۍ پېښې عاملین نیسي یا به له دندې لرې کېږي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۱۳)  د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وایي د دغه ولایت امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د درېیو وژل شوو ښځينه  ژورنالېستانو قاتلین ونیسي.

والي ګوتڅنډنه کړې که دوی د یادې پېښې عاملین ونه نیسي له دندې به یې لرې کړي.

والي امرخېل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي له امنیتي منسوبینو سره یې په جدیت د جلال اباد ښار پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د بې پروایۍ په صورت کې به سخت قانوني چلند ورسره کېږي.

د نوموړي په خبره د جلال اباد ښار د ګڼو امنیتي حوزو ځينې منسوبین یې بدل کړي او دغه راز تر دې وروسته چې په هره سیمه کې کومه پېښه رامنځ ته کېږي د همغه سیمې امنیتي منسوبین به یې په اړه ځواب ویونکي وي.

امرخېل ژمنه کړې چې د ننګرهار ولایت په امنیتي وضعیت کې به ژر تر ژره مثبت بدلون راشي او د ورته هدفي بریدونو د تکرار مخنیوی به کېږي.

والي داسې مهال دا پرېکړه کوي چې تازه تېره ورځ د جلال اباد ښار په زړه کې وسله والو کسانو د یو خصوصي تلوېزیون پر درېيو ښځينه کارکوونکو برید وکړ او درې واړه یې ووژلې.

دې پېښې په کور دننه او د باندې کلک غبرګونونه لرل.

عام خلک هم په دې اړه امنیتي ادارې ملامته او ناکامه بولي او له دوی غوښتنه لري چې ژر د دې پېښې عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...