جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکومانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۳۴ تنه ازاد کړي

کومانډو ځواکونو هرات کې د طالبانو له زندان ۳۴ تنه ازاد کړي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۱۳) ملي دفاع وزارت ویلي، کومانډو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۳۴ ملکي او نظامي بندیان ازاد کړل.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کومانډو ځواکونو تېره شپه د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ په کروچه کلي کې د طالبانو پر زندان برید وکړ چې په پایله کې یې له دغه زندانه ۳۴ ملکي او نظامي بندیان ازاد کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې بندیانو کې ۱۱ د ملي اردو سرتېري، ۷ پولیس، ۳ کسان د هوایي ځواکونو له ډلې، ۵ کسان د پروژې کارکوونکي، ۷ کسان دولتي ملکي مامورین او ۱ کس سیمه‌ییز پولیس شامل دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دې عملیاتو کې دغه راز ۶ طالبان له کومانډو ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او مهمات یې له زندان سره له منځه یووړل شول.

د یادونې ده چې کومانډو ځواکونو څو ورځې وړاندې په کندز او هلمند ولایتونو کې هم ګڼ شمېر ملکي او نظامي بندیان د طالبانو له زندانونو ازاد کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب