دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدام وشي

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې جدي اقدام وشي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۱۳) د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په ننګرهار کې د دریو ښځینه خبریالانو وژل کېدل غندلي دي.

ددغه کمېټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په جلال اباد کې د ملالې میوند تر وژل کېدو وروسته دا دویمه بوږنوونکې پېښه ده خو افغان حکومت یې پر وړاندې بې تفاوته دی.

سرچینې زیاته کړې، افغان حکومت مکلف دی چې ژر تر ژره ددغه پېښو عاملین پيدا کړي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه اوچت کړي او د بیان ازادي خوندي کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه همدا راز زیاتوي چې دوی د ننګرهار وروستۍ پېښه په کلکو ټکو غندي او تمه لري چې حکومت یې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې تېره ورځ مازیګر مهال په مرکز جلال اباد کې د انعکاس په نامه د یوه خصوصي تلویزیون پر دریو ښځینه کارکوونکو د ښار په دوو بېلو سیمو کې برید وشو چې له امله یې دغه خبریالانې وژل شوې دي.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ادعا کوي چې د پیښې طراح یې نیولی خو عام خلک د چارواکو دا ادعاوې په کلکو ټکو غندي او زیاتوي چې چارواکي یې په سترګو کې خاورې شیندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب