جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ژبه د نیچه له انده | ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

ژبه د نیچه له انده | ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

فرید ریک  نیچه په ۱۸۴۴ م کال د اکټوبر په ۱۵ کې د پروس په روکن ښار کې دې نړۍ ته سترګې و غړولې، پلار یې یو کشیش وو  نیکونه یې هم کشیشان تیر شوي وو د هغه مور هم څو پوښته کشیشان تیر شوي دي، د نیچه ژوند د هغه د هم عصره ماشومانو په پرتله ډېر تو پیر در لود، د هغه وخت هلکانو به د مرغیو ځالې ورانولې، په باغچو کې به یې لوبې کولې او دروغ به یې هم ویل خو د نیچه دغه کارونه نه خوښېدل له دې کارونو څخه ډېر تنګ وو ټولګیوالو به دې ته کوچنی کشیش وایه حتی یو ټولګیوال یې دې ته (عیسی په محراب کې) نوم غوره کړی وو.

هغه به تل د انجیل مطالعه کوله دومره په سوز او ژورتیا به یې وایه چې له  سترګو څخه به یې او ښکې څڅېدلې په اتلس کلنۍ کې د خپلو نیکونو د خدايۍ لاره پرېښوده  ده غوښتل چې نوی خدای پیدا کړي او هغه خدای یې د یو غوره انسان څهره کې  پیدا کړ.

کله چې د نیچه پلار مړ شو نو دا ډېر عاجز انسان پاتې شو سن چې یې لږ لوړشو شرابو او دخانیاتو ته یې مخه کړه خو په لږ وخت کې یې ټول څيزونه پرېښودل او د عسکري له پاره یې چمتو والی ونیوه د عسکري مودې له خلاصېدلو وروسته بېرته کورته ستون شو، ده غوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او لوړې  زده کړې وکړي همدا وه چې خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ او بالاخره د تاریخي ژبپوهنې  په څانګه کې تر دوکتورا کچې زده کړې وکړې او په ۲۵ کلنۍ کې يې خپله لومړنۍ دنده د بال په پوهنتون کې د ژبپوهنې د استاد په توګه  پیل کړه. 

 نیچه د زده کړو ترڅنګ  له موسیقي سره هم ډېره علاقه درلوده او د موسیقۍ  په آلو کې یې د پیانو په غږولو کې ځانګړی مهارت لره. د ده نامتو اثر (نیچه او فلسفه) نومېږي خو ده هیڅکلاً په سیستماتیکه بڼه فلسفه نه ده لوستلی اصلا دا د ژبپوهنې استاد و او ټول عمر یې د ژبې سره د فلسفي اړیکو په څېړنو کې  تېر شوی دی.

نیچه هغه ژبپوه دی چې په لومړیو کې یې فیلسوفانو د ژبې په اړه نظریو ته ځانګړې پاملرنه نه کوله هغه ژبه د فلسفي پوښتنو د پوښتلو لپاره معرفي کړې  وه.

د نیچه  په آند د الفاظو د مفاهیمو او څېزونو ترمنځ حقیقي رابطه نه شته، بلکې تر ډېره د دوی اړیکه استعاري ده. له همدې کبله وه چې نیچه، استعاره او مجاز د ژبې اصلي خصوصیت باله. حقیقت یې د استعارې او مجاز په لمن کې را نغاړه. هغه د ژبې په فریبکارۍ ټینګار کړی دی او د رښتیا او درواغو د رامنځته کولو قوانین یې ژبه بللې ده نوموړی زیاتوي چې حقایق او مفهومونه د قدرت د تاثیر لاندې په مختلفو زمانو کې رامنځته کېږي هغه د ګرامر او میتافزیک په اړیکه هم باوري وو هغه وایي چې زموږ اړیکه ددې نړۍ سره استعاري ده، موږ باید استعاره ژوندۍ کړو کله مو چې استعاره ژوندۍ کړه نو باید د ښکلا پېژندنې ته پناه یو سو، ځکه چې خپله هنر استعارې ته غاړه ږدي.

نیچه خپلې زده کړې په تاریخي ژبپوهنه کې پای ته رسولې د همدې له امله وه چې د متونو د څنګه رامنځته کېدلو ته یې پاملرنه وکړه او له متن څخه یې د اضافي تورو د له منځه وړلو هڅې پیل کړې په ځانګړې توګه هغه متنونه چې په ټولنه کې په عنعنوي بڼه  لیکل شوي وي. نوموړي، د هر متن په پای کې  تاریخي او ژبپوهنیزې لیکنې کولې ځکه د هغه په آند تاریخي لیکنې مونږ سره د متن په روښانه کولو کې  مرسته کوي. نیچه د متن په لوستلو کې د هر څه نه ډېر د متن په ښه ویلو او هنر ډېر تینګار کاوه، فیلولوژي یې د ورو ویلو هنر باله. هغه د فیلولوژی پلوی هغه کس باله چې متن ورو ورو ولولي سکوت اختیار کړي، ورو کار وکړي ځکه فلالوژي د هغه له نظره کار،هنر او فن دی او فیلولوژي یې د کلماتو په واسطه د جواهرو د جوړولو او ټولنې ته د وړاندې کولو په مانا پېژندله، فلالوژي ډېر عیار، نازک لاسونه او نازک بینې سترګې غواړی، ځکه چې په ډېر احتیاط او صبر سره یوه کلمه د بلې کلمې په څنګ کې په ډېر هنري توګه قطارېږي او همدې هنري کلمو سره انسان خپله هنري تنده خړوبوي. 

نیچه په اخلاق پېژندنه کې وايي: د متن لوستلو له پاره باید خپله خپل  ویل په هنر بدل کړو چې همدغه کار نن د ډېرو خلکو له پامه لوېدلی دی، که چېرته څوک دغه لاره غوره نه کړي د غوايي مثال لري لکه شخوند چې وهي په مانا به یې هيڅ نه پوهېږي او هيڅکله داسې انسان ته مدرن انسان نه شو ویلی، نیچه خپله ورو ویل ستایل او د هرې کلمې په سر به ودریده او هغه کلمه به یې تر څېړنې لاندې نیوله، هغه به ویل هره کلمه ځانته ژوند او ځانګړی فرمان لري، نو همدې لپاره به یې تل دا تاکید کوه چې هره کلمه باید په ډېر غور سره و وویل شي.

نیچه خپله فلسفه د تاریخي ژبپوهنې په نامه یادوي. ځکه هغه هر مفهوم ته  د رمز یا کوډ  نوم ورکوي تر څو چې په هغه کې دا جوته کړي چې مثبتې یا منفي ټکي  یې کوم یو دي نوموړي کله چې یو مفهوم څېړي نو دواړه خواوې یې (مثبت او منفي) له ځان سره یادداښت کوي. نیچه د رېښه پېژندنې څخه د متافزیک په وړاندې د یوې وسلې په توګه کار اخلي، ځکه همدا رېښه ده چې د مانا په پوهېدلو  کې له انسان سره ډېره مرسته کوي.(۲۴۷:۲۹)

نیچه د لومړنیو ژبو د تاریخي منشاء او د کلماتو د آهنګ په اړه وایي: هر څومره چې یوه ژبه پخوانۍ وي هماغومره خوږه او پر طنینه وي، د زیاترو ژبو څخه آهنګ لرې کول نا ممکنه کاردی په ځينو ژبو کې آهنګ لږ وي او په ځينو ژبو کې آهنګ ډېر وي نو هیڅکله نه شو کولای چې ژبه له آهنګ څخه بېله کړو.

لرغونو ژبو د مانا د افادې له پلوه لږې کلمې درلودې خو ټو لیزه مانا یې نه شوه لېږدولی نو خلکو د اړتیا له مخې خپل افکار یا غوښتنې  د غږ(صوت) له لارې بیان کړلې او همدا د غږ د رامنځته کېدلو لامل شو. 

همدغه احساسات وو چې د فردي ځانګړنو له مخې د هر قوم ژبې لپاره کلمې او غږونه را منځته شول، د همدې کلمو او اصواتو د رامنخته کېدلو  له امله ریتم  منځته راغی. همدارنګه  نیچه د خپلو خبرو په ادامې په یوه رساله کې زیاتوي چې لومړنۍ ژبې مخکې له دې چې پیاوړې شي خوش آهنګه او پر شوره وې انځوریزه ژبه لومړنۍ ژبه وه چې رامنځته شوه.

د ژبې او مفاهیمو پېدایښت 

نیچه  په ۱۸۷۳ م  کې د رښتیا و دروغو په نوم یوه مقاله خپره کړه  چې د ژبې په اړه یې د نوموړي عقیده څرګندوله هغه وویل : څه فکر کوئ چې په حقیقت کې  کلمه څه  شی ده؟ د عصبی تحریک په مرسته یو بدله نسخه ده چې په لومړي  پړاو کې عصبي محرک یو تصویر ته انتقالېږي او وروسته بیا دغه تصویر د یو آواز په بڼه  له خولې څخه راووځي چې مونږ ورته کلمه وایوددغه عصبي محرکونو انتقال له یوځای څخه تر بل ځایه پورې په نویو او مختلفو بڼو ترسره کېږي ځکه موږ مختلفې  او نوې کلمې د همدې محرکونو په مرسته د کلمه په بڼه  له خولې څخه راوباسو او تلفظ کوو یې د  بیلګې په توګه که چیرې موږ یو کوڼ کس تر نظر لاندې ونیسو چې هیڅکلاً حسي ادراکو، صوتي غږونو و خپله صوت سره اشنایي نه لري او تاسې ورسره د آوازونو په اړه بحث وکړئ نو هغه به خامخا حیران شي چې  ستاسو موخه د غږونو یا آوازونو څخه څه ده کیدای شي په عملي  تجربو کې یو څه وویني په دې باوري هم شي چې صوت شته او د بېلابېلو لارو به یې د پوهېدلو هڅه هم وکړي خو تر هغه چې خپله د یوڅه  اواز وانه اوري نو نه شي کولای صوت وپېژني خو عقیده یې د صوت د شتون په اړه پخه ده. یا کله چې موږ د ونو پاڼو او یا داسې نورو نباتاتو په اړه پوهېږو چې تنفس کوي خو د هغو  تنفس کول مو نه دي لیدلي نو دغسې پټ عصبي محرکونونه د هرې کلمې تر شا شته چې لومړی یو تصویر ته انتقالېږي او وروسته د همغه تصویر د نوم نماینده ګي کوي او په صوتي بڼه زموږ له خولې څخه راووځي نو د همدی له امله مونږویلای شو چې  ژبني جوړښت په حقیقی بڼه نه دی او په حقیقت کې ژبه د ټولو داخلي و بهرني خامو محرکونو جوړښت دی چې د تلفظ په وخت کې په حقیقی و منطقي بڼه اظهارېږي. 

د پورتنیو څرګندونو څخه ښکاري چې نیچه باورمند دی چې ژبه په  مجازي  بڼه رامنځته کېږي لکه کله چې موږ يو آس ته ګورو نو زمونږ د  سترګو عصبي محرکونه په حرکت لوېږي د اس  عکس زما ذهن ته انتقالوي او زه پرې یو نوم ږدم بیا وروسته دغه نوم د همدې یو تصویر نه جلا کوم او د همدی تصویر چې جنس، شی یا حیوان دی ټولو هم نوعو ته یې په  یو ډول استعمالوم. 

فریدریک  وایي چې انسان د  جهان او پدیدو سره مجازي اړیکه لري نو کله چې مونږ د جهان سره مجازي اړیکه لرو نو زموږ ژبه هم نه شي کیدلای چې د نړۍ سره حقیقي اړیکه ولري نو د معرفت یوازینۍ رښتینې لاره هنر او ښکلا ده نه ژبه. 

ددې بحث بله برخه د مفاهیمو په اړه ده دا یو څرګند حقیقت دی چې هره کلمه یو مفهوم په ګوته کوي خپله مفهوم د کلماتو ژوره مانا او د کلمې ماناییز تل ته ننوتل دي. کله چې مونږ یو کس ووینو چې له مونږ سره سم  و رښتینی چلند کوي او د یو چا نه وپوښتو چې هغه ولی ماسره داسې چلند وکړ نو مونږ به ورته ووایو هغه ځکه چې هغه یو  صادقه انسان دی نو دلته  رښتینولت د انسان یو داخلي جوهر دی  هغه نه موږ لمس کولای شو او نه هم د لیدنې وړ دی او یواځې په عملي بڼه زموږ په اعمالو کې څرګندېږي  مونږ دلته د یو انسان هر اړخیزو ښیګڼو ته د رښتینولت نوم ورکړ نو کوم مفهوم چې مونږ د دې کلمې څحه واخیست هغه کس یې موږ ته په تمامه مانا وپېژنده نو اړینه نه ده چې مونږ یې هره ښیګڼه بېله بېله وڅېړو چې دا په خپله په کلمه کې دننه د شته و مفاهیمو ارزښت ښیي او همداسی برعکس.

 نیچه زیاتوي یوه کلمه هیڅکله هم نه شي کولای موږ ته د یو څیز په اړه  بشپړ او هر اړخیز معلومات راکړي لکه کله چې موږ د اس کلمه لولو نو یواځې یو حیوان زموږ نظر ته راځي نه د هغه ټول ډولونه چې د ایا دا اس تور دی که سپین خال داره دی که ساده

او یا نورې کومې ځانګړنې لري نو مونږ بشپړ مفهوم د څو کلمو د ترکیب او جوړښت څخه اخیستلای شو، مفاهیم د انسانانو له خوا رامنځته کېږي لکه څرنګه چې غڼه د حشرو وینه څښي او ځانته له  تارونو یوه نرۍ ځاله جوړوي نو انسانانان هم په خپل چاپيریال کې د شته و تصویرونو څخه د مفاهیمو نري مزي جوړوي چې د دغو نریو تارونه ترمیم و بشپړه رغونه بیا د علم پورې اړوندېږي. 

نیچه خو دا وویله چې زموږ اړیکې د نړۍ سره مجازي اړیکې دي نو اوس دلته دا پوښتنه مطرح کېږي چې خیر د حقایقو د لاسته راوړلو لاره څه ده او ژبني حقایق موږ  څرنګه څېړلای او ترلاسه کولای شو؟ 

 هغه په دی اړه زیاتوي چې د ژبې دنده د نویو مفاهیمو رامنځته کول دي او د ژبني علم دنده د دغه رامنځته شویو مفاهیمو صیقل کول دي مونږ ولیدل چې د لیدنې حس په مرسته څرنګه عصبي محرکونه په کار لوېږي کلمې رامنځته کوي هره کلمه یو مفهوم لېږدوي نو د دغه مفاهیمو بیلول و پرې پوهېدنه د علم دنده ده، علم پرته له مفاهیمو څخه نه شي رامنځته کېدلای لکه څرنګه چې د شاتو مچۍ لومړی  ځانته یو کندو جوړوي او وروسته د شاتو جوړولو پروسه پيلوي نو همدارنګه په ژبه کې  هم لومړی مفاهیمو رامنځته کېږي او وروسته بیا همدا مفاهیم د علم په رغښت کې ونډه اخلي که چیرې  مونږ د تصویر او د مصداق، یا د تصویر او د صوت (لفظ) او د لفظ  او د مفهوم  اړیکې تر بحث لاندې ونیسو نو دغه اړیکې مجازي اړخ لري حتی موږ کولای شو دا ووایو چې د جملې د رغښت ټول توکي یو له بل سره مجازي اړیکې لري او نه شي کولای مونږ په بشپړه توګه د څېزونو حقیقتونو ته ورسوي نو په ټوله کې مونږ دا ویلای شو چې ژبه د حقیقتونو د لېږد وړتیا نه لري. 

د نیچه دا نظریه  په نړۍ کې د سختو غبرګونونو سره مخ شوه او زیادتره پوهانو یې په ضد علمي پاڅون وکړ د ټولو نیوکه کوونکو خبره دا وه که چیرې نیچه وایي چې ژبه د حقیقتونو په لېږدولو کې ونډه نه لري او په حقیقتونو پوهېدل خدايی ورکړه ده چې یوازې د هنري ژبې  په مرسته ترسره کېږي  نو دا خبره دا مانا لري چې د انسانانو ټول ژوند په مجاز کې تېرېږي او هیڅکلاً به حقیقتونو ته لاره ونه مومي نو کله چ  خبرې حقیقتونه نه رسوي دا په دې مانا ده چې د نیچه دا ویناوې هم حقیقتونه، نه دي بله دا چې که چېرې ژبه د حقیقتونو د رابرسېره کولو وسیله نه وي نو خیر مونږ له کومو لارې کولای شو حقیقت ته ځان ورسوو دا خو منطقي نه ده چې د انسان ټول ژوند دې مجازي وي؟ د همدې له امله وه چې د  ژبپېژندونکو په معاصرو مکتبونو کې د نوموړي دا  نظریه د خاصې پاملرنې وړ ونه ګرځېده او حتی د دې مکتب په لارویانو یې یو عادي غوندې منفي او مثبت  اغیز هم ونه کړ. (۵۴:۲۸-۶۱)

اخځلیکونه

۱:احمدي، بابک، (۱۳۷۰)، ساختار و تاویل متن، جلد دوم، تهران:نشر مرکز.

۲:صادقي، فیروز آبادی، مصطفی (۱۳۹۱)، زبان در اندیشه نیچه، تهران: اطلاعات حکمت و معرفت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب