دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د ملګرو د موبایل شمیرې مو تل خوندي وساتئ

د ملګرو د موبایل شمیرې مو تل خوندي وساتئ

ژباړه: سیداغا حیران

که غواړئ، چې د موبایل شمیرې مو د تل لپاره خوندي وي دا طریقه وکاروئ.

په دې طریقه به هېڅکله د ملګرو شمیرې دلاسه ورنه کړئ او که هر چیرته یاست یا مو موبایل او سیمکارت دلاسه ورکړ د ملګرو شمیرې به مو خوندې پاتی شي، د دې کار لپاره،  تاسی باید تر ټولو دمخه جي مېل (Gmail) آدرس ولرئ په جی میل آدرس مو باید ښه باوري واوسئ، د جي مېل آدرس او د هغه پاسورډ مو باید همیش په ذهن کې وي. خپل جي میل آدرس مو باید په خپل ځېرک ټلیفون کې پرانیزئ، کله مو چې دا کار وکړ، بیا چې کله د یوه ملګري شمیره ثبت کوئ نو په ټیلیفون یا سیمکارت کې یې مه ثبت کوئ، راسآ شمیره مو په جی مېل کې ثبت کړئ، ستاسې شمیرې به د همیش لپاره په جې مېل کې پاتی شي او هیڅکله به یې له لاسه نه ورکوئ.
د دې کار ښه والی او بدوالی څه شي دی؟

ښه والی!
۱: ستاسې شمیرې به همیش خوندي وي.
۲: تاسی به کولای شئ د یوه ملګري نوم که هر څومره زیات حروفونه ولري یعنی ستر او اوږد نوم وي لیکلی شئ.
۳: که چیرته مو جې مېل په کمپیوټر کې پرانیستی وي هلته هم د خپلو ملګرو شمیرو ته لاس رسی لرئ.
۴: که چیرته مو موبایل یا سیمکارت هم له لاسه ورکړ د خپلو ملګرو شمیرې به مو خوندي وي او په اسانۍ سره یې ترلاسه کولای شئ.

بدوالی یې!
۱: په ساده موبایل کې یې نه شئ استعمالولی باید ځیرک ټیلیفون یا کمپیوټر ولرئ.
۲: د جې میل آدرس او پاسورډ مو باید همیش یاد وي او هغه له لاسه ورنه کړئ کنې ټولی شمیرې به و له لاسه ووځي.
۳: جې میل ادرس مو باید خپل ټیلیفون یا کوم بل Device کې پرانیستی وي، د بل چا په Device کې یې خلاص نه کړئ کنې ټولی شمیرې به مو بل چاته په لاس ورشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب