تاند (شنبه د حوت ۹) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ولایتي شورا په یوه وکیل عبدالقهار قدیر ماین چاودنې یو ملکي وګړی وواژه او خپله قدیر یې ټپي کړ.
د راپورونو له مخې، نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار مال مندویي ته څېرمه د ولایتي شورا د وکیل عبدالقهار قدیر پر موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې له امله یې خپله عبدالقهار قدیر ټپي او یو ملکي وګړی ووژل شو.
تر اوسه ځايي امنیتي چاروکو په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه د یوه ملکي وګړي جسد او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
عبدالقهار قدیر د پخواني جهادي قوماندان او د ننګرهار والي حاجي عبدالقدیر زوی او د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالظاهر قدیر ورور دی.
تر اوسه ددې پېښې مسؤلیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستي.