جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټولګټو وزارت: د وروستیو اورښتونو له امله تړل شوې لارې به ژر...

ټولګټو وزارت: د وروستیو اورښتونو له امله تړل شوې لارې به ژر پرانیستل شي

تاند(شنبه، د حوت ۹) د افغانستان د ټولګټو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وروستیو واورو له کبله، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو لکه دایکندي، غور، بغلان، تخار او بدخشان کې ورېدلې وې، ځينې لارې بندې شوې، چې د پرانیستلو چارې یې دوام لري.

په دایکندي کې د لوران او نوجوک کوتل د اشترلي ولسوالۍ پر لوري او خدیر کوتل د دخدیر ولسوالۍ پر لوري بند شوي، چې ژر به پرانیستل شي.

په غور ولایت کې بیا د لعل ولسوالۍ دوه مسیره چې د سنګ تخت ولسوالۍ لوري ته په تلخک سیمه کې او همدا شان د بامیانو ولایت پنجاب ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د واورو له کبله بند شوی و، چې د پرانیستلو لپاره یې چټک کار روان دی.

بلخوا د بدخشان ولایت د درایم، یاوان، کوهستان، یفتل، راغستان او اغنجخواه ولسوالۍ لارې هم د واورو له کبله بندې شوې، چې د پرانستلو چارې یې دوام لري او په دې ولایت کې سپکه واوره لا هم اوري.

د دې تر څنګ په تخار او بغلان ولایتونو کې هم ځینې لارې بندې شوې وې، چې د چال او رستاق کوتلونه په تخار او د پلفي او سیجي کوتلونه په بغلان ولایت کې پرون بند شوي، خو نن د ټولګټو وزارت د اړوندو ریاستونو له لوري بیرته پرانیستل شوي دي.

سالنګونه هم دا درې ورځې د واورو شاهدان دي چې د شنبې تر سهاره پکې واوره ورېده او په راتلونکو څلور ویشت ساعتونو کې یې لا هم د اورښت اټکل شوی دی.

د سالنګ پر لاره د کاري ټیمونو له لوري پر سړک مالګه او رېګ شیندل کېږي، تر څو دا لار د کنګل کېدو ګواښ څخه خوندي وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب