Homeخبرونهبشر حقونو کمیسیون: چارواکو د بسم الله عادل کورنۍ ونه شوای ژغورلی

بشر حقونو کمیسیون: چارواکو د بسم الله عادل کورنۍ ونه شوای ژغورلی

تاند(شنبه، د حوت ۹) د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چارواکو د وژل شوي خبریال بسم الله عادل د کورنۍ د غړو په ساتنه کې بې‌ غوري کړې.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له چارواکو غوښتي، چې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل د کورنۍ د دریو غړو د وژل کېدو په تړاو وضاحت ورکړي.

د دغه کمېسیون مشرې «شهزاد اکبر» رسنیو ته ویلي، چې امنیتي ځواکونه باید دا په ډاګه کړي چې د بسم الله عادل کورنۍ ته له ګواښه څومره خبر وه.

شهزاد اکبر پر خپله ټویټر پاڼه پوښتلي، چې امنیتي ځواکونو د بسم الله عادل د کورنۍ لپاره څه کړي او حالات ولې دومره ترینګلي شي چې د افغانانو د پرلپسې قربانۍ لامل شي؟

وړمه شپه نامعلومو وسله‌والو د افغان خبریال بسم الله عادل چې د جنوري په لومړیو کې په غور کې ووژل شو، د کورنۍ درې غړي ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

د نوموړي او د کورنۍ  د غړو د وژنې مسوولیت هم تراوسه کوم چا په غاړه نه دی اخیستی او دغه راز افغان دولت هم تراوسه د عادل د قاتلینو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...