سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeداسې هم شتهایپل کمپني سیري سمارټ په ۹۹ ډالر بازار ته وړاندې کړ

ایپل کمپني سیري سمارټ په ۹۹ ډالر بازار ته وړاندې کړ

تاند ( شنبه، د کب ۹ ) ایپل کمپنۍ ۳ په ۳ اندازې سره د هوم پیډ میني په نامه دغه اله بازار ته وړاندې کړې ده.

هوم پیډ اله د ځینو مشخصو کارونو لپاره کارول کیږي لکه د رڼا ګروپ روښانه کول او بندول، د موسیقۍ پیل کول ، د موسیقۍ غږ پورته او ښکته کول او ځینې نور

کار داسې کوي چې لومړی دغه اله کې خپل غږ ثبتیږي بیا ورته د دغه الې نوم اخلې که چیرې دې غږ ثبت وي او دغه آله یې وپیژني ځواب درکوي او که نه ځان غلی کوي

د غږ کولو او پیژندلو وروسته تاسو ورته امر کوئ چې ګروپ ولګوه ګروپ لګوي او که ورته ووایئ موسیقي بنده کړه موسیقي بندوي

د ایپل کمپنۍ په دغه وړاندې شوي هوم پیډ میني کې ځینې خاص ځانګړنې هم شته لکه د نورو هوم پیډ میني سره رابطه کول ، د مختلفو غږونو پیژندل ، راډیو غږول ، رنګارنګ رڼا خپرول او په چټکۍ ځواب درکول

د دغې آلې قیمت ۹۹ امریکایي ډالر اعلان شوی او په امازون او ځینو نورو انلاین پلورنځیو کې یې اخیستلی شئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب