Homeخبرونهد جرمني دفاع وزیره په نااعلان شوې سفر افغانستان ته راغله

د جرمني دفاع وزیره په نااعلان شوې سفر افغانستان ته راغله

تاند(جمعه، د حوت ۸) د جرمني دفاع وزیره نن په نااعلان شوې سفر افغانستان ته راغله چې له خپلو پوځیانو سره وګوري.

حاضردمه له امریکا وروسته په افغانستان کې جرمني ډېر پوځیان لري.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارین باویر په یوه بیان کې ویلي، هیواد یې چمتو دی له افغانستان سره د سولې په پروسه کې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ماموریت د جنورۍ تر ۳۱ پورې تمدید کړ. د دغه هیواد اوسنی ماموریت د مارچ په ۳۱ پای ته رسېدو. په افغانستان کې د جرمني پوځیانو، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوځ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روزي یا مشورې ورکوي، د فدرالي پارلمان تایید ته اړتیا لري.

د جرمني اکثره پوځیان د افغانستان په شمال کې دي او دفاع وزیره یې هم لومړی مزارشریف ته لاړه.

جرمني په افغانستان کې د خپلو پوځيانو ماموریت تمدید کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...