تاند (جمعه د حوت ۸) هند کال مخکې د ګجرات ایالت په احمداباد ښار کې د کریکټ د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالي د ودانولو چارې پیل کړې، چې موده مخکې یې دا لوبغالی په بشپړه توګه د لوبو کولو لپاره تیار کړ.
دا لوبغالی اوس د نړۍ په کچه د کریکټ تر ټولو ستر لوبغالی دی چې په یو وخت په کې تر سلو زرو زیات د لوبې نندارې ته کېناستلی شي.
تر دې مخکې د اسټرالیا مېلبورن کرېکټ لوبغالی چې سل زره کسان په کې ځایېدل، نړۍ کې د کرېکټ تر ټولو ستر لوبغالی بلل کېده، خو اوس دا ریکارډ له هند سره ثبت شو چې په یوه وخت کې کولی شي تر یولک او لس زرو پورې کسان په خپله غېږه کې ځای کړي.
پر دې لوبغالي د کوربه هند او انګلستان تر منځ د پینځه ورځنیو ټېسټ لوبو د سیریز درېیمه لوبه هم پیل شوې ده.
د دې لوبې تر پیلېدو وړاندې په دې لوبغالي کې ځانګړي مراسم هم نیول شوي و، چې وړاندې د سردار پټېل په نوم یادېده او اوس د هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په نوم ونومول شو.
دا لوبغالی پر شاوخوا ۲۵۵ زره متر مربع ځمکه کې جوړ شوی او د ورننوتلو څلور لارې لري.
د معلوماتو پر اساس په دې لوبغالي اته میلیارده هندي روپۍ لګول شوي دي.