یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ژباړه څه ته وايي؟| فضل الحق نوری وردګ

ژباړه څه ته وايي؟| فضل الحق نوری وردګ

ژباړه په پښتو کې ( د ژبې د اړولو ) له ترکیبه جوړه ده. په ترکیب کې یې چې دوې کلمې یو ځای کیږي، نو د روان او اسانه تلفظ لپاره یې تر منځ بېواک غږونه چې مخرجونه یې نېږدې وي او تلفظ سختوي لوییږي. همداسې په خپلواک غږونو کې چې مخرجونه یې لنډ وي، لنډ واول سره یو ځای کیږي او په یوه اوږده واول اوړي، چې په ژباړه کې هم دوه خپلواک غږونه(زور) چې ژبه پرې ختمه او (اړه) پرې پيل قشوې، سره یو ځای شوي او ژباړه یې جوړه کړې ده. هاله په خپل اثر (اساسات ترجمه) کې وایي ” ژباړه هغه هنر دی، چې په واسطه یې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته معلومات، پيغامونه، او پوهه پرې اوړي”. ” له یوې ژبې نه بلې ته د لیکل شویو آثارو یا خبرو داسې اړول، چې لوستونکی پرې پوه او ګټه ترې واخلي.” (۴:۱۸۹) د ژباړې لومړنۍ ژبې ته په انګلیسي کې (source language) او دوهمې ژبې ته (Target language) ویل کیږي.

ژباړه په اصطلاح کې د لومړنۍ ژبې (source language) د کلمو لپاره د نېږدې او دقیق انډول پيدا کولو ته ژباړه ویل کیږي خو چې د لیکوال ویندود په کې خوندي وي. ژباړه له یوې ژبې نه بلې ته د افکارو، غوښتنو، قوانینو، کیسو، هنرونو، پوهې، او د نورو د لېږد وسیله او د هغو خلکو تر منځ چې ژبې یې متفاوتې دي، تړښت او اړیکه ده. د ژباړې په تعریف کې له دریو شیانو سره مخ شوو، چې یو معلومات، د معلوماتو لېږد، او دریم د معلوماتو دقیق لېږد دی، چې د ژباړې اساس او بنسټ جوړوي. دقت په علومو کې چې له ژبې نه د وسیلې په توګه کار اخلي، لومړیتوب لري. په ادب (Literature) کې هم دقت لومړیتوب لري خو د ژبې ښکلا او د کلمو ښایست پکې شامل دی. دقت دې ته وايي، چې په ژباړه کې د دواړو ژبو ژباړل کیدونکي توکونه لومړی سره ایږدي، چې د دې کلمو ښه انډول په دوهمه ژبه (Source Language) کې څه شی دی او بیا په دوهمې ژبې کې ورته څو توکونه وګوري او هغه معادل توک ورته انتخاب کړي لکه: دري کې د (پایدار) وین لپاره په پښتو کې (همېشنی) وین کاریږي، چې دا ژباړه سمه نه ده، ځکه د دواړو ضمني معنا سره توپير لري او که چېرته په ژباړه کې ضمني معناوې سره ورته نه وي، نو ژباړه دقیقه نه ده، ځکه ضمني معنا د یوې کلمې تیاره اړخونه روښانه کوي او د لیکوال ځاني کیفیتونه لېږدوي، نو دقیق توک ورته ونه کاروو، ژباړه مو سمه نه راځي. د (پایدار) د وین ژباړه په پښتو کې همېشنی نه ده، ځکه چې (پایدار) د بیروني چاپيریال په مقابل کې د یوه څيز مقاومت ښيي او (همېشنی) مو ذهن او فکر وخت ته بیایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب