سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکالمونهسنګرد هندوکش لرغونې دب دبې، دپنجشېر له (اتل احمدشاه مسعود!؟) نه ګیله...

د هندوکش لرغونې دب دبې، دپنجشېر له (اتل احمدشاه مسعود!؟) نه ګیله وکړه

استاد شهسوارسنګروال

هندوکش به چې کله دخپلې هسکې شملې لرغونې دب دبه لېده،چې دلرغونې تا ریخ په پاڼوکې سکندرولې دهندوکش دنګوڅوکوته پښه نیولی شو،چې ګنې زه دنړۍ پاې ته ورسېدم ؟

ولې دپروان یوه سپېره مېره دښتي اتل،په پېړومټواوببرو وریځوورووېل ،ددې بېبا که اویاغي هندوکش اغاړې ته دنړۍ دښارونوناوې،چې دادم (ع ) دزوې کړې له ښار«اوق» نه وروسته دنړۍ دوم ښارنومول شوی ودا ن دی…با ختریا دوم،چې داریا نا مرغلره یې بولي .

هو،هندوکش خوپخپلولمنواود واورینوتړو،د هواروپرښوپه پا ڼو کې بلا کیسې لوستې دي او دا هم ورته څر ګنده ده،چې دخونړي چنګېزدلښکرهډوکي لااوس هم دتوپا ن په وزرونو کې رغړي …

ځکه خوهندوکش دوختونواوسفرونوپا ڼې را واړولې اوداحمدشاه مسعوداروا ته یې په غوږ کې وروڅڅوله،یاد دشي ،چې له نن نه ۴۵کاله وړاندې تاسوزما دتاریخ لرغونې دب دبه دپنجاب په پښو کې ورغړوله اوهغه پنجاب، چې له نن نه ۵۰۰۰کاله وړاندې د راوي دسین په غاړه افغا ن سردارانواوخا نانوپه خپلې تورزنۍ اواتلولۍ دویا ړمنو،پتمنواو لرغونو اریا یا نود نګه شمله ورپوله …

دخواشنۍ بله خبره خوداده،چې ستا کشرورور ولي مسعود۴۵کاله وروسته ستا د پلونو نښې را غبرګې کړې اویوځل بیا وړوکي مسعود دپنجا ب پښوته دسترهندوکش اود پیا وړي اوویا ړلي افغا نستا ن د ب د به په سجده کړه .

دستر هندوکش ګیله ترډیره بریده پرځا ې ده،چې دلرغوني افغا نستان هغه تا ریخي ویا ړونه،چې هخا منش کروش همد لته په ګنډوشواوسا کي زرینې ،چې ده ته یوه خنک له وینو ډک کړاودده سر یې په کې غوټه کړاوورته وې وېل ، تا زما دزوې په وینو تنده ماته کړه او زه اوس درته وایم وڅکه څونه وینې،چې څښلی شې !؟

سرونه ډېر وي خویونیم وي پکې سرغوندې سر

سپېڅلی سروي اوبا تور وي ،وي اکبرغوندې سر

ځنې تنکۍ ځوانۍ کې وځلیږي وغوړېږي

لکه په دنګوسرد روکې شین نښترغوند ې سر

زلمي وختونه به راغبرګ شي اوخوښي به را وړي

هرې روژې پسې راتلونکی وي اخترغوندې سر

چې مې د برج جنا زه بارکړله اغیا رپه اوږو

کلا را پرېوته ا و وپلورل شو ور غو ند ې سر

چنګیزو ختونو را نه ورېبل  تنکي سرو نه

چې هریوسروه ،داسې سروه لکه غرغوند ې سر

بیا به را غبرګه شي د ننګ دب دبه دنګه غاړه

دهندوکش اود پا میرهم دسپین غرغوندې سر

ټول کا ینا ت پښه نیولي شي په ډ یردرنا وی

لکه سا غرلکه کوٍثرستر پیغمبرغوندې سر

دا سما ن ستوروته چې سپینېه سپوږمۍ شي په خندا

له خند ا شین شي ورته وځلیږي لمرغوند ې سر

دابا سین څپې به بیا ا مو ته غا ړه ورکړي

که شمشا د ښکل کړي یووجود شي اوخیبرغوندې سر

که یوځل بیا په د غې لا ربا ند ې را ځي سنګروا ل

کلی به ګل کړمه چې ښکلي شي «سنګر» غوند ې سر

۲\ ۱ \ ۲۰۲۱

لند ن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب