پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+داسې کوچنۍ سيمه هم شته چې د نړۍ په ۸۰۰ ژبو پکې...

داسې کوچنۍ سيمه هم شته چې د نړۍ په ۸۰۰ ژبو پکې خبرې کیږي

تاند ( جمعه، د کب ۸)  د نړۍ په یوه هېواد کې داسې یوه کوچنۍ سیمه هم شته چې د پښتو او فارسي په ګډون پکې په ۸۰۰ ژبو خبرې کیږي.

د ژبو اطلس (A New York City Atlas) د تازه معلوماتو له مخې، دا سيمه د امریکا په نيويارک کې کوينز سيمه ده .

د معلوماتو له مخې، دې سیمه کې د نړۍ د هرې سيمې يوه ژوندۍ ژبه ويل کېږي.

سرچینه وایي، په دې سيمه کې د دنيا له زياترو سيمو راغلي د بېلابېلو ژبو، توکم، رنګ او دين خلک سره په ګاونډيتوب کې اوسېږي او په دې بېلابېلو ژبو په خپل منځ کې خبرې اترې کوي.

ددې ژبو او خلکو په اړه د معلوماتو د موندلو لپاره دوی په نيويارک او امريکا کې د ژبو له سيمه ييزو ادارو ددې ژبو د ويونکو د همغږي له ټولنو او له اړوندو نړيوالو ادارو څخه معلومات راټول کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې پښتانه هم اوسېږي او پښتو ژبه هم پکې ويل کېږي، دري، پارسي، اوزبېکي، اردو، هندي ، بلوچي، ترکمني سربېره نورې ډېرې ژبې شته چې تاسې يې په عکس کې ليدلی شئ.

(د ښه پوهاوي لپاره په عکس کې د پښتو او دري شاوخوا يوه دايره تاوو شوې ده.)

سرچینه کاږي، د نيويارک ښار پنځه لویې سیمي لري چې برونکس، مين بټن، بروکلېن، سټېټن ايلېنډ، او کوينز بلل کېږي.

دا کوینز سیمه چې د ډېرو ژبو ویوونکو په قطار کې لومړۍ سیمه ده ۴۶۰ کيلومتر مربع مساحت لري او دوه ميليونه ۳۴۰ زره نفوس پکې په ۸۰۰ ژبو خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په يوه هېواد کې هم په يو ځل دومره ژبې نه ويل کېږی لکه په دې سيمه کې چې د بېلابېلو سيمو څخه راغلي خلک په خپلو منځونو کې پرې ګړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب