جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهغور کې د خبريال بسم الله عادل د کورنۍ غړي وژل شوي

غور کې د خبريال بسم الله عادل د کورنۍ غړي وژل شوي

تاند(جمعه، د حوت ۸) وسله والو کسانو تېره شپه په غور ولايت کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل پر کور برید کړی.

د بسم الله عادل ورور لالاګل ویلي، برید کې د ده ورور، د کاکا زوی او یوه ښځه وژل شوي، پنځه تنه ټپیان او درې تنه وسله والو کسانو له ځان سره وړې دي.

د غور والي نور محمد کهنورد بیا وایي، د پېښې څېړلو لپاره یې پلاوی ګومارلی چې جزییات به یې وروسته روښانه شي.

وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړې دي.

د بسم الله عادل په وژنه د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک تورن و، چې اوس باور دا دی، چې د نوموړي د کورنۍ پاتې غړي به هم د بیک د کسانو له لوري وژل شوي وي.

بسم الله عادل د غور غږ راډیو مسوول مدیر و، چې څه موده وړاندې د وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...