پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنادري: د سولې د خبرو ځنډ به شکونه لا زیات کړي

نادري: د سولې د خبرو ځنډ به شکونه لا زیات کړي

تاند(جمعه، د حوت ۸) د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری د جګړې، که سولې اراده لري.

نادري تیره شپه له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکراتو کې پرمختګ نشته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې.

نوموړي وویل چې دوی به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکراتو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د ډېرو افغانانو غوښتنه ده.

په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکو ټیمونو د تماس ډلو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه په خپلو کې غونډه وکړه.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ نه دي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ یو هېواد پر ضد استفاده نه کیږي او د هغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي.

ډاکټر نعیم دغه راز په افغانستان کې په هدفي وژنو کې د دې ډلې لاس درلودل رد کړې دي.

نعیم وایي چې په تېر یو کال کې د طالبانو تاوتریخوالی راکم شوی دی.

هغه ادعا کوي چې طالبانو د دوحې د تړون له لاس لیک وروسته د افغانستان د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط لپاره خپل بریدونه درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب