پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شتهپه مریخ کې د ناسا ادارې پټ پیغام څه و؟

په مریخ کې د ناسا ادارې پټ پیغام څه و؟

تاند ( جمعه، د کب ۸)  کله چې د ناسا ټیم مریخ ته ورسید، نو دوه رنګه پراشوټ یې خلاص کړ چې له سپین او سور رنګ څخه جوړ شوی و.

څو ورځې وړاندې ناسا ادارې مریخ ته د رسیدلو ویډیو او عکسونه خپاره کړل او ورسره یې وویل، دوی په دغه پراشوټ کې یو پټ پیغام هم لري، خلکو ته یې بلنه ورکړې وه چې دغه پټ پیغام دې پیدا کړي.

د دغه بلنې شپږ ساعته وروسته د ټویټر یو کاروونکي چې د سافټویر جوړونې برخې کې یې زده کړې کړي، دغه پټ پیغام پیدا او واضح کړ .

نوموړي ولیکل چې دغه پیغام د امریکي ولسمشر تهیوډور روزویلټ هغه بیان نه اخیستل شوی چې په ۱۸۹۹ م کال کې یې کړی و او ویلي یې و چې “د سترو کارونو هڅه وکړه”

د دغه پیغام برابروونکي ځواب سم ګڼلی او ورسره یې څه نور توضیحات هم ورکړي .

نوموړي لیکلي دغه پراشوټ چې سور او سپین رنګونو نه جوړ دی منځ نه یې دغه کرښې د پراخوالي په شکل خپرې شوي، که په غور ورته وکتل شي ۴ دایرې دي چې هره یوه یې ځانکړې معنی لري .

په لومړنۍ داخلي دایره کې DARE لیکل شوي په دوهمه کې MIGHTY او په دریمه کې THINGS شکل شوي درې واړه چې یوځآی شي د ولسمشر خبره ترې جوړي چې ویلي یې و DARE MIGHTY THINGS ژباړه یې ده د سترو کارونو هڅه وکړه .

وروستۍ دایره کې د دغې ادارې د مرکزي دفتر د جي پي ایس معلومات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب