شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+اشوين په ټېسټ کرکټ کې رېکارډ جوړ کړ

اشوين په ټېسټ کرکټ کې رېکارډ جوړ کړ

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د هند د کرکټ ملي لوبډلې اف برېک توپ اچونکي روي چندرن اشوين د انګلستان پر وړاندې په ۳مه ټېسټ لوبه کې يو ستر هدف ترلاسه کړ.

نوموړي په دې لوبه کې په ټېسټ لوبو کې د ٤٠٠ ويکټو هدف پوره کړ.

اشوین په دې سره په ټېسټ لوبو کې دويم توپ اچونکى شو چې په کمو لوبو کې يې دا هدف پوره کړ.

له دې وړاندې د سريلانکا پخواني توپ اچونکي مرلي درن په ٧٢ ټېسټ لوبو کې ٤٠٠ ويکټې اخيستې وې چې د هغه ريکارډ تراوسه پورې چا نه دى مات کړى.

خو روي چندرن اشوين بيا په ٧٧ لوبو کې دا هدف پوره کړ.

همدا راز نوموړى څلورم هندى توپ اچونکى دى چې د ٤٠٠ وېکټو هدف یې پوره کړی تر هغه وړاندې انيل کمبلى ٦١٩، کپيل ديو ٤٣٤ او هربجن سينګ ٤١٧ ويکټې ترلاسه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب