Homeخبرونهافغان ټیلي‌کام ۴۰ ولسوالۍ او ۴۵۰ ښوونځي له نوري فایبر شبکې سره...

افغان ټیلي‌کام ۴۰ ولسوالۍ او ۴۵۰ ښوونځي له نوري فایبر شبکې سره نښلولي

تاند ( پنجشنبه، د کب ۷)  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، په ۱۳۹۹ مالي کال کې د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت ۴۰ ولسوالۍ، څه باندې ۴۵۰ ښوونځي، ۲۱پوسته‌خانې او ۵۴ ادارې د نوري فایبر له ملي شبکې سره نښلولي دي.

د دې وزارت چارواکي که څه هم دې برخه کې د لاسته راوړنو خبر ورکوي؛ خو وایي لا هم د امنیتي ستونزو او سختې جغرافیې له امله د هېواد نهه۹ولایتونه له نوري فایبر سره نه دي نښول شوي.

دوی وایي، له نوري فایبر سره د یادو ولایتونو د نښلولو چارې یې چټکې کړي او د دې شمېر ولایتونو جغرافیي مطالعات یې هم پیل کړي دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري ملت د حساب ورکولو په پروګرام کې دغه راز وویل چې د هېواد د نوري فایبر ملي شبکه اوسمهال د پنځه هېوادونو سره نښلول شوې ده.

د نوموړې په وینا، د افغانستان نوري فابیر شبکه اوس مهال د پاکستان، ایران، ترکمنستان، قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان د نوري فایبر له شبکو سره نښلول شوې او د دغو هېوادونو له نوري فایبر شبکې سره له نښلېدو وروسته د یادو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې زمینه هم برابره شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د شمېرو په اساس د نوري فایبر شبکې د پروژې د تطبیق لپاره د ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه شوې چې ۶۰ میلیونه یې افغان حکومت او پاتې برخه یې د امریکا د متحده ایالاتو پراختیايي ادارې ورکړي دي.

د افغانستان د مخابراتو وزیرې دغه راز وویل چې په هېواد کې د شپږ زره کیلومتره نوري فایبر شبکې د غځولو پلان ترتیب شوی او په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۵۰۰ کیلیومتره شبکې د غځولو کار بشپړ شوی دی.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه وګړي انټرنټ ته لاسرسی لري خو اکثره خلک د انټرنیټ له ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکایتونه کوي چې لا هم حکومت دې برخه کې کوم اقدام ندی تر سره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...