جمعه, مې 17, 2024
Home+دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې د فبرورۍ۲۶ مه

دا ورځ د ادب او هنر په تاریخ کې د فبرورۍ۲۶ مه

د 1802كال په دې ورځ نامتوفرانسوي ليكوال ويكتورهوګو Victor Hugo دنياته سترګې رڼې كړې. د هغه په شهكارونو كې يو هم بېنوايان Les Miserables دى چې د نړۍ په ډېرو ژبو اړول شوى دى.

د 1832كال په دې ورځ امريكايي ليكوال جان جارج نيكولې John George Nicolay دنياته سترګې وغړولې. د هغه مهم اثر(Abe Lincoln’s biographer)نومېږي .

د 1877كال په دې ورځ هالنډى شاعر او ليكوال (Carel S Adama van Scheltema )وزېږېد. د هغه مهم اثر سوسياليزم نومېږي.

1902 د كال په دې ورځ فرانسوى ليكوال (Vercors [Jean Bruller], )وزېږېد. د هغه مهم اثر (Le Silence de la Mer) نومېږي.

د 1913 كال په دې ورځ بريتانيايي شاعر جارج جي بركر George G Barker دنيا ته سترګې وغړولې. د هغه مهم آثار دا دي: (Calamiterror, Anno Domini)
د 1915كال په دې ورځ د جنوبي افريقا شاعره (Elisabeth Eybers) وزېږېده. د هغې مهم اثر (That Woman & Other Verses) نومېږي.

 د 1918 كال په دې ورځ امريكايي ساينس فكشن ليكوال تيودور هميلټن Theodore [Hamilton] Sturgeon دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه په اثارو كې (Starshine, A Way Home, Hugo) يادولى شو.

  د Phyllis Eisenstein كال په دې ورځ يو بل امريكايي ساينس فكشن ليكوال فيليس ايسينتاين Phyllis Eisenstein هم زېږېدلى د هغه په كارونوكې مهم (Sorcerer’s Son) نومېږي.

تلين

د 1953 كال په دې ورځ هالنډي شاعر (Martinus Nijhoff) د اته پنځوس كلونوپه عمر دتل لپاره له دنيا سترګې پټې كړې. هغه ژبپوه هم ؤ او په دې برخه كې يې مهم اثر (spelling) نومېږي.

د 1954كال په دې ورځ انګرېز فيلسوف ويليم آراينج William R Inge په درې نوي كلنۍ كې په ابدي خوب ويده شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب