Home+د یوه رېکشه چلوونکي لور د هېواد په کچه د غوره پېغلې...

د یوه رېکشه چلوونکي لور د هېواد په کچه د غوره پېغلې لقب خپل کړ

تاند (پنجشنبه د حوت ۷) میس انډیا پروګرام چې هر کال تر سره کېږي، په کې د کال یوه غوره ښکلې پېغله اعلانېږي، چې ښه قد او هم د ښکلا ځیني نور معیارونه ولري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، مینه سېنګ د میس انډیا د ۲۰۲۱ کال دا سیالۍ وګټلې چې په هند کې د ننه یې د ټولو پام ځان ته ور واړوه.

ښاغلې سېنګ د پرکاش په نوم د یوه کس لور ده چې پلار یې ریکشته چلوي او له همدې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

هندي رسنۍ وايي دې نجلۍ د خپلو زده کړو د تر سره کولو لپاره خورا سختۍ ګاللې او د پلار د ارمانونو د پوره کولو لپاره یې دې هدف ته ځان ورساوه.

هندي رسنۍ وايي، مینه سېنګ هڅه کوي چې له خپل پلار سره د کور د ستونزو په حل کې هم مرسته وکړي.

دې نجلۍ چې ځان یې د روان ۲۰۲۱ کال د مېس انډیا د سیالیو لپاره نوماند کړ، د زرګونه نورو پېغلو په منځ کې یې د دې کال د غوره پېغلې لقب تر لاسه کړ.

ښايي تر دې سیالۍ ګټنې وروسته مینه سېنګ د خپل پلار ژوند تغیر کړي او خپل پلار له رېکشه وانۍ خلاص کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...