Homeخبرونهد سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا؛ حنیف اتمر روسیې ته تللی

د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا؛ حنیف اتمر روسیې ته تللی

تاند(پنج شنبه، د حوت ۷) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه روسیې ته په سفر تللی دی.

روسیې ته د حنیف اتمر د سفر موخه، د ځینو روسي چارواکو په ګډون د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدنه او پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی اتمر به نن پنجشنبه، له خپل روسي سیال سره د دغو هېوادونو د دوه‌اړخیزه اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ او افراطیت سره پر مبارزې خبرې وکړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته ویلي، ښاغلی اتمر به له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې په خاطر د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا په ګډون پر ځینو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

روسیې ته د ښاغلي اتمر سفر داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او د دې هېواد اړیکې ترینګلې شوې، چې ځینې لاملونه یې رسنیو خپاره کړي، لکه د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې چې د افغانستان د شخړې په اړه یې پکې تر اوسني وضعیت د لنډمهالي حکومت ټینګښت غوره ګڼلی و.

د راپورونو له مخې روسیه په پلان کې لري، چې د افغان سولې په اړه په نیږدې راتلوونکې کې د سیمې د هېوادونو د مشرانو یوه غونډه جوړه کړي، چې د ایران، پاکستان، چین او امریکا استازي یې هم وربللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...